افغانستان

په لوګر کې بې پيلوټه الوتکې بمبارې کړې

نن ټکی آسیا(یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۳): تېره ورځ تر غرمې مخکې د لوګر ولایت مرکز ته څېرمه په بابوس سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوې بې پیلوټه الوتکې بمبارې وکړه چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده. د لوګر امنیه قومندا مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزی دغه بمباري مني او وايي چې دوی په طالبانو بمباري کړې ده.

نوموړی وايي چې د بهرنیو ځواکونو له لوري د بې پیلوټه الوتکې پر مټ هغه کور په نښه شوی دی چې پکې د طالبانو غونډه روانه وه. د اسحاقزي په وینا بهرنیو ځواکونو په دې برید کې پنځلس طالبان له منځه وړي دي چې په خبره يې په یوه مهمه مسئله د مشورې لپاره په دې کور کې راټول شوي وو. طالبانو تراوسه د لوګر په بابوس کې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې د اوسېدونکو له قوله په برید کې له منځه تللي ټول عام وګړي دي او برید په یوه عادي کور شوی دی. په سیمه کې یو تن قومي مشر د تلیفون په کرښه نن ټکی آسیا ته وویل چې بابوس د لوګر مرکز ته څېرمه دی،طالبان خو یا بېخې نه وي پکې؛ یاهم په منډه پکې په تېرېږي. د ده په خبره د دولتي مسوولینو دا ادعا چې ګواکې طالبانو دلته مشورتي ناسته لرله یواځې تبلیغاتي پروپاګند دي.

د سیمې یو بل اوسېدونکی وايي چې که رښتیا هم طالبان دلته ناست وي، خو د څو طالبانو په خاطر ولې په ټول کور بمباري وشي. د ده په خبره په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه شهیدان شوي دي. چې تېر مازیګر خاورو ته وسپارل شول.

تراوسه کومې رسمي سرچینې یا هم د جګړې کومې غاړې د ملکي وګړو دغه وژنه نه ده تايید کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x