افغانستان

کاپیسا: دولتي عسکرو د واده پر مراسمو توپچي برید کې ۶ ملکیان «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): تیر مازدیګر د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د واده پر مراسمو د هاوان بریدونه کړي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه ولسي خلک «شهیدان» شوي دي.

د کاپیسا ولایت امنیه قومندانۍ ویاند شایق شورش وايي ددې پېښې په تایید سره، پرون ماسپښين د تګاب ولسوالۍ «انارجوی» سیمه کې د طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو(اربکیانو) ترمنځ نښته شوې، چې د نښتې په جریان کې مازدیګر مهال د هاوان یو مرمۍ پر هغه کور لګېدلې چې هلته د واده مراسم روان وو.

که څه هم نوموړي ددغه برید پړه په طالبانو اچولې؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دولتي عسکر په دغه پېښه کې ګرم بللي دي.

د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶  تنه د واده ګډون کوونکي «شهیدان» شوي او د دوه میرمنو او درې ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

دا په تیر یوه کال کې دویم ځل دی چې دولتي عسکر په تګاب ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د هاوان بریدونه کوي او د خوښۍ لپاره راټول ملکي خلک د ویر په ټغر کینوي.

تیر کال (یکشنبه، ۲۵ غبرګولي، ۱۳۹۹ل) هم دولتي عسکرو د تګاب ولسوالۍ په «مشواڼۍ» سیمه کې د واده په مراسمو د هاوان برید کې ۹ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

کاپیسا یوازینی ولایت نه دی چې دولتي عسکر په کې د واده مراسم په نښه کوي او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې د هېواد په نورو ولایاتو کې هم دولتی عسکرو په ورته بریدونو سره د ولس خوښۍ په ویر بدلې کړي او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

لا اله الاالله

دغه تصویر مې په سترګو کې اوښکې ډنډ کړې.

یا الله د افغانانو توبه قبوله کړې

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx