شعـــــرونه

د بیټ نیکه وګړي ډېر سول مګر کور نه لري/ جهاني

عبدالباري جهاني

د بیټ نیکه وګړي ډېر سول مګر کور نه لري
په خپله مېنه کي اوسېږي پکښي اور نه لري

وطن یې خپل، جنګ یې پردی، سوله پردي راولي
د خدای پر مځکه یو خواخوږی، یو غمخور نه لري

هم په لستوڼي هم په ګېډه کي ماران لویوي
غلیمان ډېر دي خو په خپل کهاله کي ورور نه لري

خاونده بل دي هم پر مځکه داسي قام لرلی؟
باغونه زر لري خو شل پکښي سمسور نه لري

د طبیبانو له کهاله څخه لښکري لري
مرهم یې زخم ته درمل، زړه ته ټکور نه لري

پېغلي هغه، پاولي هغه، کمیس هغه دی ربه
ګودر هغه دی مګر نن د پرون شور نه لري

د پیغلو سره سالو یې ښکلي کړل پردي دښتونه
ماشوم به څه لري رنځور بوډا یې ګور نه لري

په څه هستیو کي نېستمن دی دا بې سره اولس
لمر یې په اوړي سوځوي په ژمي سکور نه لري

جهاني وایه څه منتر دي په قلم کړی دی
چي د غزل د اورېدو دي غلیم زور نه لري.

عبدالباري جهاني

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx