نړۍ

سعودي عربستان د بريد نه غندلو له امله د ۱۷ امامانو پر ضد پلټنې پيل کړي

نن ټکی اسيا(يکشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۳۹۳): د سعودي عربستان پلازمېنه رياض کې د هغو امامانو پر ضد پلټنې پيل شوي، چې څه موده وړاندې يې د سعودي سرحد سره نژدې د وسله وال بريد له غندلو ډډه کړې وه.

د روانې جولايي مياشت په څلورمه نېټه د سعودي شروره نومې سرحدي سيمه کې د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته وسله وال بريد شوی و.

د سعودي عربستان د مذهبي چارو وزارت د ګرد هېواد ملا امامانو ته په لېږل شوې پاڼه کې ليکلي و، چې په خپلو ويناوو او خطبو کې دې نوموړی بريد په کلکه وغندي، تر څو خلک له داسې کارونو کرکه وکړي.

سعودي رسنۍ د رياض د پوليسو د يو لوړپوړي افسر توافق الصدري له قوله ليکلي، چې د پلازمېنې رياض ۱۷ امامانو پر خلاف يې پلټنې پيل کړي، چې د بريد په اړه يې د حکومت له امر څخه سرغړونه کړې او په خپلو خطبو او ويناوو کې يې نوموړی بريد نه دی غندلی.

توافق الصدري وايي، چې د حکومت له امر څخه سرغړوونکي ملا امامان ډېر کم دي او پر خلاف يې پلټنې روانې دي، چې ولې يې حکومتي امر نه دی پر ځای کړی.

د الصدري له قوله د سعودي عربستان ډېری امامانو نوموړی بريد په کلکه غندلی او دا يې يو تروريستي بريد بللی دی.

سعودي رسنۍ وايي، چې د سعودي بېلا بېلو ځايونو کې د هغو امامانو شمېر له سلو زيات دی، چې د نوموړي بريد له غندلو يې ډډه کړې ده.

د سعودي د مذهبي چارو وزارت وايي، که د دغو امامانو پر ضد دا تورونه ثابت شي، نو سزا به ورکړای شي.

د روانې جولايي مياشت په څلورمه نيټه د سعودي عربستان جنوب کې يمن سره نژدې په يوه سرحدي امنيتي پوسته وسله وال بريد شوی و، چې پوځي افسر پکې وژل شوی و.

ويل کيږي، چې نوموړی بريد القاعده پورې تړلو وسله والو کړی و.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x