ورزش

چیلسي کلب د اروپا اتلانو لیګ اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د انګلستاني کلب «چیلسي» په خپل تاریخ کې د دوهم وار لپاره د اروپا اتلانو لیګ فوټبال اتلولي په خپل نوم کړه.

د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه چې د مانچسټر سیټي او چیلسي کلبونو ترمنځ د پرتګال په پورتو ښار کې ترسره شوه، چیلسي په ۱-۰ بریا خپله کړه.

د چیلسي لپاره یوازینی ګول الماني تکړه لوبغاړي «کی هاوارتز» په ۴۲مه دقیقه کې وواهه.

د فوټبال چمپينز لیګ په پایلوبه کې د دواړو لوبډلو له لوري په زړه پورې کارکردګي وښودل شوه، خو چیلسي وتوانېده د یوه ګول ګټه تر وروستۍ کچې وساتي، او په پای کې یې بریا په برخه شوه.

مانچسټر سیټي چې د ۲۰۲۰/۲۱م کال د انګلستان پریمیئر لیګ او لیګ جام اتلولي خپله کړې، په خپل تاریخ کې په لومړي وار د اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته لار موندلې وه.

چیلسي کلب له دې وړاندې په ۲۰۱۲م کال کې د چمپینز لیګ اتلولي خپله کړې وه، چې اوس یې په دوهم ځل دغه بریا لاسته راوړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x