افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل مذاکراتي ټیم غړی: خلک دې د میاشتو دننه د سولې خبرو د بریالیتوب تمه نه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د کابل مذاکراتي ټيم یو تن غړی وایي، له طالبانو سره د خبرو پيلولو په موخه دوحې ته روان دی، خو هیله نه لري، چې دا خبرې به ژر پایله ورکړي.

د مذاکراتي ټیم یوه لوړپوړي غړي طلوع نیوز ته ویلي، چې سبا د کابل مذاکراتي ټیم اته او یا هم لس غړي له بن بست سره د مخ خبرو د پيلولو په موخه دوحې ته سفر کوي؛ خو دده له قوله، خلک دې د میاشتو او حتی د راتلونکي کال دننه له طالبانو سره د خبرو د بریا تمه نه کوي.

نوموړي که څه هم د مذاکراتو د اوسني حالت په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو له تېر اختر را وروسته په دوحه کې د دواړو لورو مذاکراتي ټیم غړو دوې ناستې کړې دي، او هوکړه یې کړې، چې مذاکراتو ته به دوام ورکوي.

د کابل مذاکراتي ټيم غړو تېره ورځ پخلاینې عالي شورا له رئیس «عبدالله عبدالله» سره هم ناسته کړې.

د پخلاینې عالي شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مرکچي پلاوي او عبدالله تر منځ لیدنه کې مذاکرات د افغانستان د کړکېچ یوازینی حل یاد شوی او ټینګار شوی، چې سیاسي جریانونه باید د سولې له خبرو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په دوحه کې له بن بست سره مخامخ بین الافغاني مذاکرات داسې مهال دوام پيدا کوي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده  او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ښایي بشپړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

په دا تقریبآ یو کال کی د دوحی غونډې څه نتیجه ورکړی چی لدی ورسته یی ورکړی. دا خبره خو ریښیا ده. بیا زه پدی عقیده یم چی دا غونډی ټولی د بهرنیو په لاس جوړی شوی غونډی دی هر څه چی لدی غونډو څخه په نتیجی کی راوځی د پردیو منافع به خامخا پکی نغښتلی وی ځکه یوه غونډه هم د افغانانو په نمایندګی نده. د حکومت لخوا پدی غونډه کی ټول فساد پیشه، غله او لنډغر، د طالب لخوا بیا ګورو هغه جنګی قوماندانان، قاتلین، د آی اس آی غلامان، خرڅ شوی خیټور ملایان، د روسانو او د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx