افغانستان

حکمتیار:غني د لنډ مهالي حکومت جوړېدو ته چمتو شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ غبرګولی، ۱۴۰۰ل):له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو د لړۍ په دوام د حزب اسلامي ګوند مشر «ګلبدین حکمتیار» ویلي، د کابل حکومت مشر غني هوکړه کړې چې لنډمهالی حکومت جوړ او ټاکنې وکړي.

حکمتیار نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته ویلي، چې د پخواني حکومت مشر «حامد کرزي» په منځګړیتوب یې له اشرف غني سره «له لاسته راوړنو ډکه» ناسته کړې، چې په مهال یې غني د لنډ مهالي حکومت په جوړولو، د ټاکنو په دایرېدلو او د دولت عالي شورا په رامنځته کولو هوکړه کړې.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د طالبانو او حزب اسلامي د بندیانو په خلاصون د غني له هوکړې هم خبر شوی او دواړو لورو ژمنه کړې چې د استانبول کنفرانس ته به له ګډې طرحې سره ځي.

دده په خبره «له غني سره ناسته له لاسته راوړنو ډکه وه، که څه هم هغه په لومړیو کې یې د استانبول د ناستې په اړه مثبت نظر نه درلود او ټينګار یې دا و، چې کنفرانس باید په کابل کې راوبلل شي.»

د دولت عالي شورا د جوړښت په اړه نوموړي وویل، چې په دې شورا کې به د جګړې ټول ښکېل لوري راټول وي او ځانګړي واکونه به لري.

حکومت که څه هم تر دې دمه د حکمتیار څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې حکومتي چارواکو په بیا، بیا د لنډ مهالي حکومت جوړېدل رد کړي و او یوازې د ټاکنو له لارې يې د واک په لېږد ټینګار  کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

حکمت يارډيرساده دۍ غنى خوچه ته وايي دۍ وايي هوپه عمل کى يي څوک زمه واره دۍ ستاسره دوعد وتجربه بايد مد نظر ونسى بل دغه دپوهنتون دځوانا نوشهيدول دامريکايانو دپاديدو په خاطر اودا دبيوز لووژل وکلى بمبارول بايد عبس ولاړ سى جنايت کارا ن بايد حطمى محاکمه سى ولو که ته او کرزۍ هم ياست

طوطی

جنات کاران باید محاکمه شی بالخصوص هغه جا چی په جوماتونو کی د # پلانونه جوړ کړی، د ځوانانو د کرکیټ په میدان یی # کړی، د سیرت النبی په مجالسو یی # کړی، سړکونه اونور عامه تاسیسات یی ویجاړ کړی، دا ټول باید محاکمه شی. ظلم تنها غنی، کرزی، پینچشیرانو او هزاره ګانو ندی کړی. د افغانستان تاریخ کی # او ځان وژنه نه وه دا شریعی سنت چا زمونږه وطن راوړ؟ که ته غنی وژنی او غنی بیا تا وژنی بیا نو یو شل کاله نور هم باید د پردیو په ګټه دا جنګ مخی ته ولاړ شی.… نور لوستل »

مجاهد

حکمتیار ته په کار وو چه یا لکه د غنی په شان د شیطان سره ملګری شوی او لا د طالب په شان د الله ج سره یی ملتیا لرلی وایی هدیره کی هم د یوه قبر خواته څمله . حکمتیار د الله ج د خطا ایستنی هڅی لری دا به ورته لا ډیر تاوان وکړی ، زما توصیه ورته دا ده چه د خدای خطا ایستنی له پلانګذاری تیر شی د طالب ورونو ته پناه یوسی که څه یی له لاسه کیږی یا نه لږ تر لږه طالبانو ته تسلیم شی طالبان د ده یوی ذری لاس اړونی ته… نور لوستل »

طوطی

د مجاهد د نوم بلا دی پرتا شی. حکمتیار هیڅکله داسی یوه ناروا جنګ سره نه شریک کیږی. ټول پوهیږی چی طالبان د پنجابیانو غلامان دی هلته یی کورنه دی، له هغه ځایه تغذیه کیږی او اکمالیږی. # دی پر هغه چا شی چی نن سبا په داسی یو ناروا جنګ کی # که غنی او کسان یی دی او یا که طالبان. ګرچه د غنی عسکر د ملک او خلکو څخه دفاع کوی خو برعکس طالبان تاسیسات له منځه وړی، بیګناه کسان د یوه کس لپاره په خپل # کی شهیده وی. نن سبا طالبان ټولو ته معلوم چی… نور لوستل »

طوطی

اوس چی غنی لنډ مهاله حکومت جوړولو ته آماده کیږی بیا نو د اوسنی جنګ جواز په څه کی دی؟ ټوله دنیا وایی چی دا جنګ ناروا دی خو صرف طالبان دی چی د پنجابیانو ډول ته اتڼونه کوی.

خیرالله سعادت

د افغانستان اسلامی امارت له مشرتابه څخه هیله کیږی چی د حکمتیار حرکاتو ته ځیر سی. هر څوک چی دسولی لپاره یو قدم اخلی قدم یی زموږ په لیمو،خو هیڅکله موږ داسی سوله نه غواړو چی زموږ اسلامی تګلاری ته زیان ورسوی. امین دعا دی خیر جمهوریت ومنی سوله سوله ده خو نه زموږ پر معنوی ګتو باید معامله ونسی داشل کاله چی دی ملت دکفر په مقابل کی خپله ارزښتناکه وینه توی کړه اوس دغسی طرحی ومنی د حکمتیار تیر جهاد د ستایلو دا خو بدبختانه د حکمتیار او سیاف په اوسنی تګلاره کی هیڅ فرق نسته له هغی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx