شعـــــرونه

ربه نجات نور له پرديو راکړه/ محصل

صابر جان محصل
ربه نجات نور له پرديو راکړه
واک مې په خاوره د پګړيو راکړه

تنده د عشق بل د وصال خمار دی
شراب د وصل په منګيو راکړه

خزان ظالم بې سيکه کړی يمه
مسته څپه له  پسرليو راکړه

لکه ګلاب د مختصر ژوند سره
امان له څوکو د ازغيو راکړه

د غفلت خوب له دنيا وړی يمه
جرئت له برخې د زلميو راکړه

عمر د غم په انقلاب کې تير شو
خوږه شېبه د خوشحاليو راکړه

زړه د صابر دی د خوشبو په تمه
مالياره ګل له ګل غوټيو راکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx