نړۍ

مصر: ۳۵ تنه پوځیان وژل شوي

نن ټکی آسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): مصري امنیتي چارواکي وايي چې د هېواد په لویدیځ کې د نامالومو وسلوالو په برید کې ۳۱ مصري پوځيان وژل شوي.

د چارواکو په وینا همدا راز د سینا په شمال رفح ښار کې د وسلوالو په یوه برید کې ۴ نور پوځیان وژل شوي.

خبر کاږي چې د مصر په لویدیځ کې په یوې سرحدي پوستې څو تنو وسلوالو برید وکړ چې په ترڅ کې ۲۶ سرتیري او ۵ پوځي افسران ووژل شول.

راپور زیاتوي چې برید وادي الجدید ولایت کې د قاهرې په لویه لاره باندې پرتې یوې سرحدي پوستې باندې وشو.

دغه سیمه د لیبیا او سوډان سره پوله لري. مصري رسنۍ وايي چې وسله والو غوښتل له لیبیا څخه مصر ته وسلې قاچاق کړي.

د مصر د پخواني جمهور رئیس محمد مرسي باندې له کودتا وروسته پر مصري پوځ تر ټولو ستر خونړی برید دی.

مصري رسنۍ وايي چې وسلوالو په برید کې کلاشنکوفونه، راکټونه او ګرنیډونه استعمال کړي.

د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

بل پلو د سینا په شمال کې د وسلوالو په یوه برید کې ۴ عسکر وژل شوي، مصري پوځ وايي چې وسلوالو د دوی په یوې پوستې برید وکړ چې په ځوابي برید کې یې دوی بېرته پر شا وتمبول.

پر مرسي د کودتا وروسته د مصري ولس سره د پوځ ناسم چلند په دغه هېواد کې امنیتي پېښې زیاتې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x