نظــر

مهمه، خو عادي پوښتنه: د روانې جګړې بنسټیز لامل څه دی؟

خالق یار احمدزی

یوه عادي خو تر ټولو مهمه پوښتنه؛ ولې افغانان سره جنګیږي، څوک یې جنګوي، د څه لپاره او موخې یې څه دي؛ هغه سوال چې د هر افغان او د نړیوالو په خوله جاري دی خو ټول ترې مختلف ځوابونه لري.

څوک یې د کفر او اسلام جګړه یادوي، ځینې یې د پاکستان /امریکې استخباراتي جګړه بولي، څوک یې د روس او امریکا ښکروره دښمني یادوي، چاته بیا د مافیایي کړیو لخوا تنظیم شوې اقتصادي معرکه ښکاري؛ خو واقعاً او رښتیا څه دي او په دې برخه کې څه ددې لامل شوي چې د اشغال له خاتمې وروسته یې هم د جګړېزو سکروټو د “جل ساتلو” امکان زیات کړی دی.

له ګڼو مشرانو، د نظر له خاوندانو، علماؤ او پوهانو سره زما د مرکو او بحثونو نتیجه داده چې دا جګړه نه کوم جغرافیوي اړخ لري، نه یې اقتصادي ګټو ته څوک ګوري او نه هم ترې د بلې دنیاوي متاع د ترلاسه کیدو څرکونه شته.

د دوی په وینا، ددې جګړې لوی سبب پخواني امریکایي ولسمشر ۲۰ کاله مخکې روښانه کړی وه. “جورج ډبلیو بوش” په ۲۰۰۱ز کال کې دې معرکې ته د صلیبي اسلام ضد جګړې نوم ورکړی وه او د دیموکراسۍ او سیکولریزم پر حاکمیت یې د ټینګار له امله د افغانستان په څیر کوچني هیواد باندې د لوړې کچې برید وکړ، ترڅو دلته دیموکراتیک نظام برپا او غربي کلتور پلی شي؛ خو د تریلیونونو ډالرو تر خسارې، د زرګونو عسکرو تر وژل کیدو او نړیوال اعتبار له زیانمنیدو پرته یې هیڅ هم ترلاسه نه کړل.

ولې دا سوژه دوی ته مهمه ده؟
وړاندې مې یادونه وکړه چې ددې جګړې بنسټ د صلیبي جګړې په نوم ایښودل شوی او دا مهال یاده جګړه د یوه سیکولر “دیموکرات” نظام او یوه اسلامي نظام پر سر روانه ده؛ ارګ او ملاتړي یې هڅه کوي د جمهوریت او دیموکراسۍ اصل ته په کتو سره یو آزاد سیکولر نظام برپا کړي، ټاکنې د دیموکراسۍ د یوه اصل په توګه يې پر افغانانو تحمیل کړي او د میرمنو او بیان لغړې آزادۍ ته ترویج ورکړي، خو مقابل لوری یې ورسره نه مني.

له همدې کبله اشرف غني هره وینا کې [جمهوریت] خپله سره “کرښه” یادوي، خو د اسلامي نظام په هکله هیڅ هم نه وایي.
که ارګ دا یوه سوژه “اسلامي نظام” ومني، جګړه په سراسر افغانستان کې د یوې شیبې لپاره هم دوام نه پیدا کوي او که ترې انکار وکړي، جګړه به د لسیزو لپاره غځیږي.
بالمقابل؛ که طالبان په خپلو ټولو قربانیو پښه کیږدي او د جمهوریت او دیموکراتیک نظام منلو ته چمتو شي، نو سملاسي به د کفري نړۍ له خوا د نازولو او معززو افغانانو په توګه ومنل شي؛ خو دا چې اوسمهال دواړه ناشوني ښکاري، نو اټکل کیږي چې تر هغو چې یو فکر پر بل نه وي بریالی شوی، دا جګړه به روانه وي؛ چې له یوې خوا به یو افغان د جمهوریت ساتنې په صف کې د خپلې بیچارګي او بچیانو د ساتنې له امله د خپل مسلمان ورور وژنې ته ورګډیږي او په دې باطله لار کې به مري، له بل لوري به یې د اکا زوی د اسلامي نظام د حمایې له امله په مرګ ګواښل کیږي.

پورته تحلیل ته په کتو سره جوتیږي چې تیره ۴۰کلنه جګړه که له هیواده د جغرافیاوي دفاع جګړه وه، خو مهم اړخ یې دیني شهامت وه، چې افغانانو له ځانه څرګند کړ، یوه لسیزه یې له کمونیزم سره ډغرې ووهلې او اوس یې له سیکولریزم سره وهي؛ نقطه د اشتراک یې هم لا دینیت وه او بس.

ولې سیکولریزم مهم دی؟
سیکولریزم د ټولو انساني چارو سمبالولو په موخه یوازې پر انساني عقل زور اچوي، په شخصي ژوند کې د خدای منلو ته اجازه ورکوي، خو خپلې ټولنیزې چارې همدغه خدای ته نه ورسپاري. یانې سیکولریزم پخپله یو “نظام” دی.
یوه مذهب “دین” ته هم پر ځان د برلاسي اجازه نه ورکوي. که کوم مذهب غواړي د دوی تر سیوري لاندې و اوسي، دوی کومه ستونزه نه لري.
توپیر یې څه دی؟
سیکولریزم چې ځان د بشر په لاس یو بشپړ جوړ شوی “دین” بولي، تر هغو غلی وي چې مذهب مداخله نه وي کړې، که مذهب لاسوهنه وکړي، سیکولریزم یې پر وړاندې راپاڅي او خوځښت پیلوي.
سيکولریزم او ليبرال ديموکراسي شايد د لويديځ د عنعاتو سره برابره او د هغوی د ټولنو د پرمختګ لپاره ګټوره وي، خو په هيڅ ډول هم دغه مفکوره د مسلمانانو او اسلامي ټولنو لپاره ګټوره نه شي ثابتيدای.
هغه مفکوره، چې د يوملت د عقيدوي مسائلو، ديني ارزښتونو، ملي نواميسو او تاريخي غرور سره ټکر لري، هغه به څنګه د هغوی د پرمختګ وسيله جوړه شي؟!
سیکولرانو ته د دین وړه خبره ستر جرم ښکاري؛ له همدې کبله د اسلام او سیکولریزم ترمنځ ټکر دی؛ اسلام او نور مذهبونه بیخي سره توپیر لري.
اسلام هغه دین دی چې د ژوند هر اړخ په پام کې نیول شوی او هر څه ته خپل قوانین لري.
دا هغه دین دی چې د ژوند هر لوري ته یې پام کړی او هیڅ جزئي مسئله یې هیره کړې نده.
اسلام مقننه قوې “پارلمان” او نورو بنسټونو ته دا اجازه نه ورکوي چې له الله او د هغه رسول نه په سرغړاوي د اکثریت رایو په نامه پریکړې وکړي؛ اسلام هېڅکله د بل قانون تر سیوري لاندې نشي اوسېدلای.

اسلام خپلو لارویانو ته وايي چې که هر چېرې سیکولریزم یې مخ کې ودرېد، په پوره ځواک دې هغه لرې کړي، تر هغو به هڅې کوي، تر څو یې چې ټوله نړۍ کې اسلام نه وي خپور کړی.
اسلام د پادریانو غوندې د انسانانو زړه او فکر نه بندوي، ساینسي څېړنې مني، پر کایناتو او طبیعت ژور غور کول، پټ حقیقتونه یې رابرسېره کول، پر بېلابېلو مخلوقاتو ریسرج او څېړنه د اسلام فطرت دی.

اسلام هغه دین دی چې ډېرې پېړی بریالی پاتې شوی؛ مسلمانانو د نړۍ پر ستره برخه، خورا ډېر وخت حکم وچلاوه. سره له دې چې ډېرې مبارزې ورسره وشوې؛ خو د لارویانو په هڅو یې بیا هم مسلمانان په پښو ودرېدل.

افغانستان کې؛ په لسګونو تلويزوني چينلونه، چې يو یو يې شايد میلياردونه ډالر بوديجه ولري؛ په سلګونو راديوګانې، مجلې، کتابونه، اشتهارونه، کانفرانسونه، سيمنارونه، سفرونه او په نورو داسې بيلا بیلو هڅو تر اوسه دومره بې اندازې بوديجه مصرف شويده چې څو وارې د دې هيواد د ستونزو د له منځه وړلولپاره بس وه. دغه مصارف لا روان دی، خو تر اوسه د یو څو خرڅو شوو پرته نور هيڅوک يې هم د سيکولرزم ددغه ناولې پديدې په اهميت او قبلولو باندې قانع نه شو کړای او يواځې د يو څو ضمير پلورونکو سړو او ميرمنو د پاروونکو فعاليتونو، ديو څو خرڅو شوو رسنيو د سیکولریزم د ډول د غږولو او په يو نوم او بل نوم فقط د فعاليتونو د ترسره کولو پرته يې نوره هيڅ پايله هم نده ورکړې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور عبدالله

بارک الله احسن

عبدالواحد اڅګزۍ

الله تاسورانیولی یاست إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ۚ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ ۖ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآنِ ۚ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ ۚ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿١١١﴾سوره التوبه .معنی:بیشکه الله اخستی دی ددوی ځانونه اومالونه ځکه چه دوی له جنت دۍ.دوی جنګ کوی دالله په لارکی پس دوی وژنی اودوی وژل کیږی وعده ده دهغه پرزمه رښتینی په تورات،انجیل اوقرآن کښی اوڅوک دۍ ترالله زیات وعده پوره کوونکۍ په خوشحاله اوسۍ په هغه سودا چه تاسووکړه همداده کامیابی لویه. انسانادعقدی له… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x