
حکومتي ځواکونو یو طالب خبریال ټپي کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۰ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): حکومتي ځواکونه وایي، په تخار ولایت کې یې طالبانو ته کمین نیولی او د هغوی د یوه خبریال په ګډون یې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو له لوري د پېښې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالب جنګیالي تېره ورځ د تخار ولایت د روستاق ولسوالۍ اړوند یوه سیمه کې د حکومتي عسکرو له کمین سره مخ شوي چې د خبرپاڼې په بنسټ، د یوه “ترهګر طالب خبریال” په ګډون درې طالب جنګیالیو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال “احمدالله وثیق” پېښه تایید کړې او په خبره یې “مجاهدین د اربکیانو له کمین سره مخ شوي، یو فرهنګي ملګری ټپي شوی او یو مجاهد شهید شوی دی.”
نوموړي که څه هم د ټپي شوي خبریال هویت په اړه څه ونه ویل، خو دغه پېښه داسې مهال ده چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د خبریالانو وژنو او پر هغوی بریدونو زور اخیستی.
طالبان حکومت تورنوي چې د ژورنالستانو او مطرحو شخصیتونو د وژنو لړۍ یې پیل کړې او تبلیغاتي استفاده ترې کوي.
وړمه ورځ د ملي امنیت شورا سلاکار “حمدالله محب” هم په یوه خبري ناسته کې خبریالان تورن کړي وو چې طالبانو ته “خوش اخلاقي” کوي.
تر محب وړاندې د ملي امنیت رئیس “ضیا سراج” د پارلمان په پټه استجوابیه غونډه کې رسنیو ته ګواښ کړی و که د طالبانو په ګټه “تبلیغات” وکړي، نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
طالبانو د خبریالانو پر موټرو انتحاری حملی کړی په درجنونو یی وژلی لکه د طلوع د تلویزیون پر موټر حمله او داسی نور. اوس چی حکومت د طالبانو یو کس چی طالبان ورته خبریال وایی ټپی کړی څه پروا لری.