نړۍ

پاکستان: دبرهان الدین ربانی دوژلو په قضیه کی له افغانستان سره مرسته کوو

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۵) په کابل کی دپاکستان سفیر له خبري رسنیو سره دخبروپروخت هغه اوازي ټولي ردکړی ګواکی پاکستان له افغانستان سره دبرهان الدین رباني دوژلو په قضیه کی مرسته نه کوي، په کابل کی داسلام اباد له سفارت څخه په یوه خپاره شوی خبرکی راغلي دی چي پاکستان یواځي دا نه چی دی تیاردي چي دپروفیسررباني دوژلو دڅیړنو په اړه له افغانستان سره مرسته وکړی.

بلکه هیواد یی دځان لپاره یوه دنده بولي چی دپاکستان دیوه دوست دوژلو په قضیه کی له خپل ملګري اوګاونډي هیواد افغانستان سره مرسته وکړي.

سفارت وړاندی لیکي تیره میاشت چی کله دپاکستان لومړي وزیر سیدیوسف رضاګیلاني افغانستان ته سفرکړی وو، نوموړي له رسنیو سره دخبروپرمهال وویل چی هیواد یی چمتو دي ترڅو په افغانستان کی دیوه ډیرمهم شخصیت اودافغانستان دپخوانی اولسمشر برهان الدین ربانی دوژلو په اړه څیړني وکړي اوچي څومره ممکنه وی له افغانستان سره په دي اړه مالومات تبادله کړی.

په کابل کی دپاکستان سفیر وویل داچي ویل کیږی  درباني دوژلو په اړه  له افغانستان حکومت سره مالومات شریکول اوڅیړني کول دپاکستان له لوري ردکړل شوی دي هیڅ اساس نه لري، نوموړی زیاته کړه حکومت یی پوره باور ورکړی دی چي په دي اړه به له افغانستان حکومت سره ترډیره حده پوري پوره همکاري اومرسته کوي.

بخت الرحمن (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x