افغانستان

د مرکزي بغلان ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ موټربم چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): له بغلان ولایت څخه تازه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې طالبانو نن مازدیګر ناوخته د مرکزي بغلان ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ موټربم چاودنه او ورپسې ډله ییز بریدونه کړي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت هم ددې خبر په تایید سره ویلي، چې نن ماښام له بارودي موادو ډک یو هاموې ټانګ د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ له لومړي قراول کې چاودلی دی.

نوموړی زیاتوي، ددغې چاودنې له امله د مرکزي بغلان ولسوالۍ او مرکز ترمنځ اړیکه پرې شوې، ځکه نوموړي  د تلفاتو په هکله بې خبري وښودله.

له بل پلوه د سیمې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې له موټربم چاودنې سره همهاله طالبانو د «شهر جدید» په بازار او د امنیه قومندانۍ په  تعمیر له څو اړخونو بریدونه پیل کړي، چې دا مهال هلته شدیده جګړه روانه ده.

د سرچینو په خبره په دغه چاودنه کې د امنیه قومندانۍ شاوخوا ودانیو او هټیو ته هم زیان رسېدلی او د امنیه قومندانۍ دننه یو شمېر پولیس او عسکر مړه او ټپیان دي.

طالبانو تراوسه په دې هکله رسما څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بیا به چا د یو دوه # په خاطر ځان # کړی وی. دی وایی جهاد. خو یوه خبره می واوری چی پیغمبر هم را ژوندی شی او افغانستان کی پاچا شی بیا هم افغانستان کی جهاد روا ده ځکه چی د چینل له خوانه چی کومه فتوای صادریږی هغه تر هر قانونه او کتابه لوړه ده.

طاهر ثابت

طوطی سیب ستاسی لیکنه دبیخی زیاتی اسلامپوهنی کمی ته اشاره کوی. داسی الفاظ لیکی چه له مسلمان پښتون سره زیب نه کوی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x