افغانستان

فاریاب کې د هوايي برید له امله ۴ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴ تنه ولسي خلک ټپیان شوي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، پرون د دوشنبې په ورځ مازدیګر د چهلګزي ولسوالۍ په بازار د دولتي الوتکو لخوا هوايي بریدونه شوي، چې له امله یې ۴ دوکاندارن ټپيان شوي او ۵ بابه دوکانونه هم ویجاړ شوي دي.

د سرچینو په خبره په بازار کې د نړېدلو دوکانونو له امله خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

په پېښه کې د ټپي شوو ملکیانو نومونه په لاندې ډول دي: ۱ـ نوروز، ۲ـ علاء الدین، ۳ـ ښایسته خان او ۴ـ باري داد دي.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې د ولسي خلکو په کورونو او عامه ځایونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، د کومې له امله چې ملکي مرګ ژوبله او مالي زیانونه د بل هر وخت په پرتله زیات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx