افغانستانسولې اړوند خبرونه

اسدالله خالد: بهرنیان د پوځیانو تر ایستلو وروسته هم د کابل د عسکرو هوایي ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت دفاع وزیر «اسدالله خالد» ادعا لري، چې امریکایي او ناټو هیوادونه له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته هم د کابل حکومت له عسکرو هوایي ملاتړ ته دوام ورکوي.

خالد چې له څو میاشتنۍ درملنې وروسته تازه له امریکا را ستون شوی، نن یې په کابل کې د عسکرو د فراغت په مناسبت رابلل شویو مراسمو ته د خپلې وینا په مهال وویل، چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته هم د هغوی هوایي ملاتړ دوام مومي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې دولتي ځواکونه وړتیاوې لري او هیچا ته د حکومت د سقوط اجازه نه ورکوي.

خالد داسې مهال د بهرنیو ځواکونو د هوایي ملاتړ له دوام خبر ورکوي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو عسکرو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ښایي بهرني پوځیان په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

امریکا که څه هم له افغانستانه د خپلو عسکرو ایستل په افغانستان کې د خپل نظامي حضور پای نوموي، خو ټینګار لري، چې که د عسکرو تر ایستلو وروسته هم اړتیا پېښه شي، په افغانستان کې به خپل اهداف تعقیب کړي.

په وروستیو څو اوونیو کې بهرنیو عسکرو د خپلو داخلي افغان همکارانو له ملاتړ لاس اخیستی او یوازې په محدودو ځایونو کې يې پر طالب جنګیالیو هوایي بریدونه کړي، خو د تلفاتو په اړه یې لا هم معلومات څرګند نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Pattang

دامردار خور لکه چې د اېډس په مرض ککړ شوی وي عقل یې له لاسه ورکړی دی ۰که اشغالګر حمله وکړي هغه به ددوحې د توافق خلاف وي ، امریکا او ناتو تر ۲۰۲۴ کاله پورې یواځې مادي مرستې له خپلو مذدورانو سره کوي ! 

الحاج استاذ بیانزی

هو، د ځنګل نړۍ، د ځنګل قانون او د هغو حاکمیت دی چه ډیر باروت اوسپنه لری او کاروی . مګر د دغو د باروتو د ډیپو مامور خو تن به تن جنګ کی د افغان مجاهدینو د بریدونو توان ونه درلود وتښتیدل اوس د بایلونکی پهلوان په شان له لیری لاپی وهی زموږ سره د الله ج او مظلوم ولسونو ملتیا او ملاتړ دی د هغو لیری ځایو بریدو ځواب به هم درکړی او لا د هغو ځآیو مسلمانان به هم سنت شوی ټوپک به درپسی راوخلی او له امریکا به مو واړوی انشالله د میړنو دیګونه په وار… نور لوستل »

دکتور مجاهد

د اسدالله خالد خو هغه پلاستیکی پایپونه فکر کوم بیا شکیدلی وو چه د شا او مخی لیار یی سره یوځای شوی وی امریکایانو ورله بیا وتړلی او هغه نورو کورنی کړنو د باره خو به امریکایانو ورله څوک کرایی مقرر کړی مګر د تشو او ډکو لیار جلا کولو اړینه وه . اوس یی هم د عسکرو د مورال لوړولو دباره راوستی چه ګوند خالد د مرګ به حال کی هم د امریکایانو غلام دی او عسکرو ته یی قومانده ورکوی

ډاکټر احرار

اسد الله خالد ګومان کوم خوب لیدلی ده او زموږ په ټولنه کی ښځینه خوب عکس تعبیریږي چې دی ولی دومره خوش باوره ده

طاهر ثابت

دا خبره ډیره مهمه ده. دهغه اقرار باید په سمه وویل سی او په هغه باندی فکر وسی چه داسی کار به څنګه امکان ولری. په ظاهره اجنبیان وزی، ګاونډی هیوادونه دا نه منی چه امریکایانو ته یی هوایی او نوری اډی ورکړی. یوازی دشپاږسوه عسکرو او دکابل دمیدان داشغال خبره سوی. او داسی ویل سوی چه امریکا خپل قراردادی خونخواران پریږدی. امریکایی لیکونکو دا راز افشا کړی.
نو که دخالد خبره باټی نه وی دلته باید افغانان متوجه سی چه اشغال لاروان او جاری دی. دپټ اشغال مرکزونه وپیژنی او دهغه دلیری کولو په هکله سوچ وکړی.

Ayesha yousufzai

It’s really disgusting and shameful for an Afghan in such a post
to be still looking forward for foreign help even through they have tested not only USA military aid but forty allies along . It’s called having trust on others rather than Allah

Pattang

عائشه جانې زما دزړه را خوړین که ! پښتو لوستلی شې خو لیکلی یې نشې ؟ کوشش وکړه چې په پښتو یې ولیکې ! مننه

Ayesha yousufzai

ڈیرہ بخښنہ غواړ‎م قدر منو وروڼو ۔ پښتو لیکئ شم خو کیبورډ کی عادت نہ یم او ډیر زیات وخت نہ می پښتو نہ دہ لیکلئ نو ویریږ‎م املایی غلطی ونکړ‎م

pattang

عائشه جانې ته خو ډیره ښه پښتو لیکې موفقیت درته غواړم هیځ مه شرمیږه په زدکړه کې هیڅ شرم نشته دلته ټول ستا معنوي وروڼه دي داسې فکرچې د یوو فامیل عضوه یې ! مننه

محمد صالح

هوایي ملاتړ؟ دا لکه چي هغه د متلونو هوایي ښیي لکه هوایي کلاوي، یا هوایي خبري. وایي چي پلار یې په کلي کي د بل د ځمکي بزګر وو زوی یې په کابل پوهنتون کي خپلو همصنفیانو ته ویل چي داسي ځمکي او باغونه لرم. یو ورځ یې همصنفیان کلي ته ناببره ورغلل. دده یو کوچنی خړ کور وو هغه هم په غره کي. یوه همصنفي پوښتنه ځني وکړل چي هغه باغونه او ځمکي دي کومي دي؟ د ده خبره هیره وه ول کومي ځمکي او کوم باغونه. بیا نو هغه دریم همصنفي ور په یاد کړل چي هغه هوایي… نور لوستل »

تور سپین

خداى دى وکړى چه ددى مصنوعى جنرال عمليات کاميابه شوى وى او #. او په راتلونکى وخت کى کله چه # امريکا ته پناهنده سى هلته خپل زوړ کيسب بيرته شروع کړى او ګوله ډوډى په آسانى پيدا کړى او د امريکا د خلګو د اوږو بار نه شى. اوس د ده خبرو ته راځم. يوه د خپلو سترګو قصه مى را په ياده سول هغه دا چه ډير وخت تر مخه کويټه بازار کى روان وم د يو کندهارى او يو پنډ کوناټور پنجابى جنګ وو. دا کندهارۍ به يى را چپه، لغتى سوکان او بدى خبرى به يى… نور لوستل »

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx