افغانستان

بګرام پوځي اډه‌ په راتلونکو دوو اوونیو کې کابل حکومت ته سپارل کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ په دوام، امریکایي عسکرو په افغانستان کې د تر ټولو سترې نظامي اډې «بګرام» د تخلیه کولو پرېکړه کړې.

په بګرام کې شته سرچینو بي بي سي‌ ته ویلي، چې امریکایي‌ ځواکونه پلان لري بګرام هوایي اډه د کابل حکومت دفاع وزارت ته وسپاري او په همدې موخه له تېرې دوشنبې ورځې راپدېخوا یې لوژستیکي کارونه‌ پيل شوي‌ دي.

راپور کې وړاندې راغلي، چې بګرام کې شته نږدې درې میلیونه واړه او لوی تجهیزات، وسایل او وسایط چې میلیونونه ډالر قیمت لري، افغان عسکرو ته سپارل کېږي، خو د راکټونو د مخنیوي‌ دستګاه چې ډېره لوړه بیه لري، امریکایي عسکر له ځانه سره وړي.

د کابل حکومت دفاع وزارت هم منلې، چې تر راتلونکو دوو اوونیو به بګرام هوايي‌ اډه په بشپړ ډول د کابل حکومت عسکرو ته وسپارل شي.

بګرام هوایي اډه چې د کابل په ګاونډي‌ ولایت «پروان» کې موقیعت لري، د پوځي چارو د شنونکو په اند، ستراتيژيک اهمیت لري.

دغه هوایي‌ اډه چې دوې لسیزې وروسته ترې امریکایي‌ عسکر وځي، د امریکا بیلابېلو ولسمشرانو افغانستان ته د سفر په مهال پکې وخت تېر کړی دی او د کابل حکومت مشران یې له کابله همدې اډې ته د ملاقات لپاره وربللي.

په دې نظامي اډه کې د بګرام زندان هم واقع دی، چې زرګونه طالب او نور سیاسي‌ بندیان پکې ساتل کېږي.

امریکا داسې مهال دبګرام هوایي اډې د سپارلو اراده کړې، چې د ناټو له پریکړې سره سم ټول بهرني‌ عسکر د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه وتونکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx