دیني، سیرت او تاریخ

آيا غواړئ چې خلک بې دينه شي؟

طالب العلم فاتح افغان

نرۍ غوښه ډير ګټور خواړه دي تردې چې په پخواني طب کې يې مشهور مرکب (ماء اللحم) د هر ډول نقاهت او کمزوري لپاره اکسير ګڼل کيږي.
خو هيڅ هوښيار به مو نه وي ليدلی چې خپل تي خوري ماشوم ته يې د پسه غوښه په خوله کې ورکړې وي ځکه چې شيدې رودونکی ماشوم يې له هضمولو څخه عاجزه ده او د ګټې پر ځای تاوان ورته کوي.

همدغه راز په ديني مسائلو کې هم ځینې داسې مسائل دي چې عام مسلمانان او عوام يې له فهم څخه عاجزه دي، داسې مسائل بايد په عامو مجالسو کې ونشي، په دې مسائلو باندې د سترو علماوو په خاصو مجالسو کې تحقيق او بحثونه کيږي، ځکه عام خلک چې په عقيدوي، فکري، علمي او فقهي توګه لا پاخه شوي نه وي که چيرې په دغه ډول مسائلو خبر شي، ډول ډول شکوک او شبهات ورته پيدا کيږي، په علماوو باور له لاسه ورکوي، ځکه د دغه ډول مسائلو فهم ژور علم ته اړتيا لري..

داعيانو او علماوو ته شريعت مشهوره قاعده ايښې (کلموا الناس علی قدر عقولهم) (ژباړه: له خلکو سره د هغوی د عقلونو په اندازه خبرې کوئ) امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب صحيح البخاري کې تردې عنوان (باب من خص بالعلم قوما دون قوم كراهية أن لا يفهموا) لاندې باب ږدي او بيا پکې د حضرت علي رضي الله عنه دا اثر نقل کوي.

وقال علي حدثوا الناس بما يعرفون أتحبون أن يكذب الله ورسوله
ژباړه: حضرت علي رضي الله عنه فرمايې: خلکو ته هغه خبرې کوئ چې هغوی ورباندې پوهيږي عقلونه يې ورسيږي، د هغوی له فهم لوړې خبرې مه ورته کوئ، آيا تاسې خوښوئ چې الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم درواغجن وګڼل شي؟

ځکه يو انسان چې کله داسې خبره واوري چې د خپل فهم مطابق يې محاله ګڼي نو له منلو يې انکار کوي او په داسې توګه د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم تکذيب کوي.

بيا امام بخاري رحمه الله د معاذ رضي الله عنه هغه حديث روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ويلي و چې څوک له رښتوني زړه د لا اله الا الله او محمد رسول الله شاهدي ورکړي خدای تعالی به يې په جهنم باندې حرام وګرځوي.
معاذ رضي الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: چې آيا خلک له دې خبرې خبر نکړم چې خوشاله شي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم منعه کړ، چې بيا به خلک توکل پيل کړي نيك اعمال به پريږدي.

مهلب رحمه الله وايې: له دې حديث څخه دا جوتيږي چې په علم سره ځينې خلک خاص کړل شي، ځکه هغوی ضبط او صحة الفهم لري او په طالبانو کې باريکې خبرې داسې چاته ونکړل شي چې اهل يې نه وي او يا له چا څخه داسې ويره وي چې د خپلې کم فهمۍ له امله عمل پريښودو ته لار لټوي رخصتونو پسې ګرځي لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم دا کار وکړ.

انس رضي الله عنه فرمايي: دا د عالم سپکاوی دی چې هر سائل ته ځواب ورکړي. بايد خپل علم هغه ځای کې کيښږدي چې مستحق يې وي او پرې پوهيږي.

وړاندې وايې: له دې څخه دا هم جوتيږي چې چا ته يو علم معلوم وي خو خلکو له دې څخه سخته مسله نيولې وي يا يې رخصت ته ميلان کړی وي په ده لازمه ده چې ځان سره يې وساتي ترڅو يې اهل وموندل شي.

ذهبي رحمه الله وايې: ابو هريره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ډيرې خبرې زده کړې وې خو نه يې بيانولې، ځکه هغه مهال د خلکو عقلونو د هغو تحمل نشو کولای.

له دې احاديثو څخه علماوو په دې استدلال کړی چې متشابه بايد د عامو خلکو په وړاندې ذکر نشي.
امام مسلم رحمه الله له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت کړی، ته چې هر کله خلکو ته داسې خبره کوې چې عقلونه يې نه ورسيږي، دا به هرومرو د ځينو لپاره د فتنې سبب جوړيږي.

مناوي رحمه الله وايې: پخوانيو علماوو کې به چې چا د علومو د حقائقو معلومولو او له عامو خلکو څخه د خاصو په لور د وتلو لپاره ځان کانديد کړ، هغوی به يې ازموينه کوله که هغوی به څه خير پکې ونه موند يا به يې د دغې زدکړې لپاره اهل ونه ګڼل شو ترې منع کول کيده به، او يا به دا شرط پې کيښودل شو چې په دار الحکمت کې به مقيد وي او د علم له تکميل وړاندې به پرې د وتلو بنديز وي.

متاسفانه له څه مودې راهيسې زموږ قدرمن علماء (د ټولو فکري مکاتبو) په خپلو ويناوو کې د شريعت دا ستر اصل نه مراعات کوي، ځينې داسې خبرې کوي، چې عام مسلمانان يې له فهم څخه عاجزه دي، د ټولنيزو رسنيو او فيسبوک فتنې دا مشکل نور هم زيات کړی ځکه د دغه ډول ويناوو ويډيوګانې چې کله خپرې شي، ملحدان او بې دينان ورڅخه د خپل الحاد د خپرولو لپاره ګټه پورته کوي، په دين پسې مسخرې او ريشخند وهي، مسلمانانو ته په خپل دين کې شکونه وراچوي.

مشکل دا دی چې د داسې خلکو پاڼې لايکونه ډير لري او ږغ يې تر ډيرو خلکو رسيږي او د علماوو وضاحتونه او تشريحات تر محدودو خلکو پورې رسيږي، سربيره پردې د فيسبوک او ټولنيزو رسنيو له لارې يو څوک پوهول او قناعت ورکول هم ډير ستونزمن دي، نتيجة زموږ هغه ويناوې چې په خپل فکر کې يې د اسلام د نصرت او تاييد په خاطر يې کوو اسلام دښمنه قوتونه ترې د اسلام په خلاف استفاده کوي او د مسلمانانو ذهنونه په تشويش کې اچوي.

بناء د يو طالب علم په صفت د ټولو فکري مکاتبو له علماء کرامو څخه يو څو احترامانه غوښتنې لرم هيله ده چې ورورسيږي.

۱ـ په ټولنيزو رسنيو کې وينا کول، مسائل بيانول او د خلکو پوښتنې ځوابول له پاخه علم سربيره ستر درايت او هوښياري هم غواړي، د دې کار لپاره بايد اهل علم يو څه معيارونه وټاکي او هر چاته په ټولنيزو رسنيو د راڅرګنديدو او مسائلو بيانولو اجازه ورنکړي.

۲ـ علمي اختلافات بايد رسنيز نشي، ځکه زياتره پکې داسې پيچيده مسائل دي چې د عوامو له درک څخه لوړ دي، د دې خبرو رسنيز کول اسلام ته د ګټې پرځای تاوان کوي، امام مالک رحمه الله د هغو احاديثو بيانول مکرو ګڼلي دي چې د صفاتو په اړه دي.

۳ـ په ديني مسائلو کې اختلاف بده خبره نه ده، له پخوا راروان دی، ځوروونکې دا ده چې د اختلاف اصول نه مراعتول کيږي او يو بل په ناوړه القابو رابلل کيږي چې له دې کار څخه هم لادينه طبقه ګټه پورته کوي او د خپلې بې دينۍ د ترويج لپاره ترې استفاده کوي.

۴ـ د سلفي مکتب فکر له مشايخو او علماوو څخه احترامانه هيله لرم چې د افغانستان مسلمانانو په عقيده کې د ماتريديه و او په فقه کې د سيدنا امام ابو حنيفه رحمه الله مذهب ټينګ نيولي، نه مشرکان دي او نه له اهل السنة والجماعة څخه خارج دي الحمد لله ښه کلک مسلمانان دي، په دوی باندې د داسې خبرو د منلو لپاره هلې ځلې کول چې ورسره بلد نه دي اسلام ته د ګټې پرځای تاوان رسوي، وړاندې په دې اړه موږ د مهلب رحمه الله قول ذکر کړ.

همدغه راز امام مالک رحمه الله وايې: چې کله منصور پاچا د حج لپاره راغی زه يې راوغوښتلم، زه ورغلم خبرې مې ورسره وکړې، ما ته يې وويل: کلک عزم مې کړی چې ستا دغه کتاب يعني موطأ ډيرې نسخې وليکم، او بيا د مسلمانانو هر ښار لوري ته يوه نسخه وليږم، او امر ورته وکړم چې دې کې کوم مسائل دي په هغو عمل ورباندې وکړي او نور پريږدي، ځکه اصل علم د مدينې د خلکو روايت او علم دی.

ما ورته وويل: ای امير المؤمنينه، دا کار مه کوه، ځکه خلکو ته مختلف اقوال رسيدلي، بيلابيل احاديث يې اوريدلي، مختلف روايات ورته شوي، هر قوم هغه قول کلک نيولی چې وررسول شوی، عمل يې پرې کړی او غاړه يې ورته ايښې، او دا ټول اختلاف د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اصحابو او نورو (تابعينو) له اختلاف څخه ناشي او راپيدا ده، اوس دغه مسلمانان له خپلې عقيدې څخه راګرځول سخت کار ده، خلک پريږده او مذهب يې پريږده د هر وطن خلکو چې د ځان لپاره څه غوره کړي هماغه ته يې پريږده. (سير اعلام النبلاء )

۵ـ ښه خوبونه او د اولياوو کرامات ثابت دي انکار ترې کول ضلالت دی خو په دې اړه افراط او په عامو مجالسو کې يې بيانول د اسلام دښمنانو ته د اسلام په خلاف جګړه کې د سون توکي په لاس ورکول دي اجتناب ورڅخه لازم دی.

په پای کې يو ځل بيا يادونه کوم چې د تفسير، حديث، فقه، سيرت، تصوف او تاريخ په کتابونو کې ډيرې داسې خبرې شته دي چې د عامو مجالسو لپاره نه دي ځکه عام خلک يې د فهم توان نلري، او ډير ځله د داسې خبرو له بيان څخه اسلام ته ستر ضرر پيښيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

په اسلام ک تر ټولو حساس دیني او عقیدوي مسائل د قرآن عظیم الشان په آیتونو کي بیان سوي دي چي ډیر آیتونه یې حتی خپله خدای پاک ج متشابهات بللي او فرمایلي یې دي چي تاسی د هغه حقیقت نه سئ درکولای. خو رسول اکرم ص د الله تعالی یوه وینا هم د خپلو عامو او ناپوه مسلمانانو څخه پټه نه کړل او نه یې عام مسلمانان د هغه په اړه د فکر کولو راوګرزول ځکه چي د الله تعالی ج امر داغسي سوی وو چي د دین ټول اسرار او علوم به د عوامو سره په بشپړ ډول… نور لوستل »

طوطی

بالکل، تبصری کی مو د خلاف نظر ټکی نشته کور آباد.

طوطی

نن سبا هر چا چی یو پټکي تر سر تاو کړ هغه طالب یا عالم ملا ده. زمونږه په لوګر کی ملا حماسی په عام مجلس کی وایی چی: حقانی صیب ته له آسمان څخه د جنګ جبهی ته دوه پسونه کباب شوی راغلل او بیا په ونه کی ځوړند شول. مجاهدین ورغلل او دواړه پسونه یی چی تازه کباب شوی وو نوش جان کړل. د مجلس خلکو بیوزله او بسواده عوام، چا ورته ژړل او چا هم ویل چی سبحان الله، سبحان الله. نو اوس تاسی لطف وکړی چی داسی کرامات د منلو وړ دی؟ محمد ص ته چی… نور لوستل »

طاهر ثابت

طوطی خانه ستا خبری ډیر اذیت ورکونکی خبری دی او ستا دجنګ نظریه غیر اسلامی. خدای دی هدایت درته وکړی.

طاهر ثابت

طالب العلم سیب سلامونه ما دیو مولوی په مقابل کی لیکلی وو چه داسلام په تعلیم او تبلیغ باندی تحدیدات ونه لګوی. کنه خدای ناخواسته مونږ به هم دیهود په جمله کی راسو کومو چه دخدای کلام پټ کړی وو. دا چه ټول اسلامی مسئلی له قران او سنت څخه باید واخیستل سی نو بیا هغه ولی پټی سی. داسلامی مسئلو په بیان کی دوه شکله شاید راسی: هغه مسئله چه دقران اوسنت په اساس ښودل سوی هغه غلطه وی او یا هغه ماوراء المادیات وی. ددوهم ډول مسئلو په هکله فکر کول لا بد دی. هغه دغیب علم ده… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx