افغانستان

بلوچستان کې ۱۲ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): پاکستاني چارواکي په بلوچستان ایالت کې د دوو جلا پېښو له امله ۱۲ پاکستاني عسکرو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکوي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې په یوې اعلامیې کې ویلي، لومړۍ پېښه تیره ورځ د کویټې په «پیر اسماعیل زیارت» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو د ملیشه ځواک(ایف سي) پر یوې پوستې برید وکړ او د دواړو خواوو ترمنځ نښته ترسره شوه.

په دغه برید کې ۴ پاکستاني ملیشه(ایف سي) عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د پوځ د معلوماتو له مخې په ځوابي ډزو کې ۵ وسله وال بریدګر وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

پوځي چارواکو دغه راز د بلوچستان ایالت په «توربت» سیمه کې د ملیشه(ایف سي) عسکرو په ګزمه د سړک غاړې بمی چاودنې خبر ورکړی، چې له امله یې دوه ملیشه(ایف سي) عسکر ژوبل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران په بلوچستان کې د خپلو عسکرو په وژلو خواشيني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې چې هلته به د وسله والو پرضد په خپله جګړه پرمخ بیايي.

تراوسه ددې بریدونو مسئولیت کومې ډلې په غاړه منلی نه دی؛ خو په بلوچستان ایالت کې بلوڅ بیلتونپال له تیرو څو کلونو راهیسې د پاکستاني پوځ پرخلاف جګړه کوي او وخت ناوخته هلته په امنیتي ادارو او پوستو بریدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

آیا دا سوال کله تاسو ته پیدا شوی چی هرمهال په افغانستان کی جګړه توده شی هم مهاله ورسره د پاکستانیو جنازی هم په یو او بل نوم سره انتفالیږی. اصلآ دا هغه پاکستانی عسکر دی چی طالبانو سره د حکومت پر ضد # شوی خو پاکستان یی په نوم د دی چی دوی تحریک طالبان پاکستان یا د بلوڅ لخوا وژل دی د خلکو په سترګو کی خاورې اچوی. یو وار دا امتحان کړی کله چی جګړه افغانستان کی کمه وی د پاکستانیو د عسکر وژنه هم کمه وی یا هیڅ نوی خو نن سبا چی په بغلان او… نور لوستل »

محمد صالح

طوطو ځوانه همیشه هري موضوع ته د پای لخوا ناست یې او یا هره موضوع په هنداره کي ګورې (په هنداره کي راسته چپه او چپه راسته معلومیږي). وروره د بلوڅانو او پښتنو په سیمو کي آی ایس آی خپل عسکر خپله وژني څو دا سیمي اضطراري حالت کي وښیي او د دې سیمو د ولسونو د قرنطین لپاره پلمه ورته جوړه وي. د اسلام آباد واکمنان د ډیورینډ کرښي د ها خوا پښتانه او بلوڅان د یوه اړخه د اغزن تار دیوال په واسطه محاصره کوي څو د افغانستان سره د تجارت او قاچاق د لاري خپل اقتصاد جوړ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x