افغانستان

کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت یو افسر ترور شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): کابل ښار کې د هدفي وژنو په دوام تیر ماښام د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې یو افسر ترور شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، په کورنیو چارو وزارت کې له درنو جرمونو د مبارزې ریاست افسر عتیق الله پرون د دوشنبې په ماښام ۶ بجې د کابل ښار ۱۲ امنیتي حوزه کې ترور شوی دی.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت تراوسه په دې هکله رسمي غبرګون ښودلی نه دی؛ خو د دولسمې امنیتي حوزې اړوند ارزان قیمت سیمې اوسېدونکو هم دغه پېښه تاییدکړې او زیاته کړې یې ده، چې وسله وال بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی دی.

باید وویل شي چې کابل ښار په دې وروستیو کې د هدفي وژنو او وسله والو غلاوو شاهد دی، دکومې له امله چې امنیتي چارواکي ددغو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx