نظــر

څوک ملامت دي؟

خالقيار احمدزی

په هیواد کې د بل شوي اور لمبې تر څلویښتو کلونو ور واوښتې، انقلاب خونړی شو او میلیونونه افغانان، په لسګونه زره یهرنیان یې قرباني او په تریلیونونو ډالر لګښتیزه بودیجه ورباندې ولګیده؛ خو ددې ټولو ناخوالو پړه کوم لوري ته ور اوړي؟

دلته مونږ د تیرو ۴۰کلونو خونړیو جګړو یادونه کوو، چې په کې روسان او امریکایي حشرباڼي راغلل، تولید شوي نظامونه او څیرې یې راباندې وتپلې او خپل افکار یې را باندې تحمیل کړل.
هوکې! څرګنده ده چې افغانستان اسلامي هیواد دی او د نړۍ په کچه یواځنی هیواد دی چې غوڅ اکثریت بلکې نږدې ټوله برخه اوسیدونکي یې د اسلام د مبارک دین پیروان دي.

نو ولې یې دا مسلمان وګړي سره وژني؟
قاعده ده چې د هر مذهب پیرو، د خپل اړوندو معتقداتو د ترویج غوښتنه کوي؛ بنأً دلته پروني راغلي نیواکګر ځواک د کمونیزم فرمایشي فلسفه راوړې وه، د ځینو نا اهلو پرګنو له خټې سره یې واغیږله او په نتیجه کې یې د کمونستانو په نوم یوه لویه افغانۍ ډله اختراع کړه.

د همدې ډلې په توسط شوروي اتحاد وتوانید، د خپلو عسکرو مرګ ژوبله کنترول او د خپلو اجیرو ربوټانو په مټ، تر کلونو پورې د خپلو مادي او معنوي ګټو پالنه او ساتنه وکړي..

خو نن ورځ بیا د امریکا په مشرۍ د لویدیځې نړۍ کفري اشغالګرو د دیموکراسي او سیکولریزم فکري مذهب “تګلوری” راوړی، چې تیرو شلو کلونو کې یې د نني ځوان افغان نسل په دماغو کې پیچکاري کاوو او له رسنیزو، ښوونیزو او نورو بیلابیلو لارو یې د هغې د ترویج هڅه کوله، څو په پایله کې یې په سیکولر نظریې سنبال یو بشپړ دیموکرات نسل را لوی او د خپل فکري منهج له لارې یې ټولنې ته وړاندې کړي.

څرنګه مې چې مخکې یادونه وکړه چې هرڅوک خپلو معتقداتو ته ژمن وي، نو دا چې افغان خاورې او اوسیدونکو یې د اسلام مبارک دین په زړه او سترګو منلی، نو تر دې مهاله کوم ځواک نه دی بریالی شوی، د خپلې نرمې ایډیالوژیکې جګړې له لارې خپله فلسفه پر افغانانو ومني..
همدا لامل ده چې غرب او همفکره ملګري یې تر ډیره حده ونه توانیدل خپلې عقیدې او فکري باورونو ته افغانان ور وبولي، نو یې ترڅنګ فزیکي جګړې ته باندې زیات تمرکز وکړ او لا یې هم زور ورکړی دی.

مشران یې پر مقاومتګرو افغانانو “طالبانو” غږ کوي څو په سیاسي واک د شراکت په موخه دیموکراتیک اصول ومني.
جګړه مار یې د هوا او ځمکې له لارې پر افغان ولس ډول ډول وسلې آزمویي، څو خپله ایډیالوژیک فکري منهج پرې ومني.
پاپان او مذهبي مشران یې د خپلو تحت الحمایه اسلامي هیوادونو د اخیستل شویو مفتیانو په مټ پر افغاني یرغل ضده مقاومت، د فرمایشي فتواګانو لړۍ روانه ساتلې او له همدې لارې پرې مذهبي فشار واردوي.

مطلب دا چې، پر یوه مسلمان ملت د یوه دیموکرات نظام د تپلو هڅې، له هر اړخه روانې دي، څو د صلیبي شعاریزې جګړې د کامیابۍ لپاره یوه سوژه پیدا شي.

دوی د ولسواکۍ په نوم د افغان ملت د برم هسکه شمله را ټیټوي، خو افغان ملت بیا له خپلو معتقداتو نه تیریږي.

افغانان وایي؛ پر همدې دین یې میلیونونه سرونه ورکړي او خبرداری ورکوي چې؛ نور هم پرې ورکوي، خو له مذهبي، عقیدې نه ورتیریږي.

اوس نو تاسو ووایاست چې څوک ګرم او ملامت دي؟

خالق یار احمدزی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x