افغانستان

د رایو د بیا شمېر بهیر ځنډېدلی

راپور: عبدالودود سنګین

نن ټکی آسیا(یکشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې له پرون مازیګره راهیسې د رایو د بیا شمېر او څېړنې بهیر ځنډول شوی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولینو د پرون مازیګر له څلورو بجو وروسته دغه پروسه ځنډولې ده او دلیل يې دا ښودلی دی چې د دواړو نوماندانو د څارونکو ترمنځ اختلاف پیدا شوی دی.

ویل کېږي چې د ټاکنو د دواړو نوماندانو د څارونکو ترمنځ د هغو رایو پر سر بحث او اختلاف پیدا شوی دی، چې په صندوقونو کې تر شپږ سوه رایو پاڼو زیاتې لوېدلې دي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلویانو پرون وروسته له هغه دغه پروسه پرېښوده چې په صندوقونو کې يې تر شپږ سوه ډېرې رايې پاڼې ولیدلې.

ویل کېږي چې که چېرته له شپږو سوو څخه زیاتې رايې پاڼې له صندوقونو واویستل شي او ونه شمېرل شي، ښايي د دواړو نوماندانو زرګونه رايې باطلې اعلان شي.

د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي دي چې د دواړو نوماندانو پلویان د نړیوالو څارونکو په منځګړیتوب سره په خبرو دي.

تر دې وړاندې هم دواړو نوماندانو د یو بل په کورونو کې د رایو د بیاکتنې په څرنګوالي او د ابطال په کیفیت خبرې کړې وي.

له بله پلوه رسنیو ته د یوې باوري سرچینې له قوله ویل شوي دي چې د دویم پړاو ټاکنو د رایو په بیاکتنه کې د ټاکنو د مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي یو میلیون رايې تري تم شوي دي.

د سرچینې په قول د ډاکټر اشرف غني احمدزي څارونکو ځکه د رایو د بیا شمېر څارنه پرې اېښې ده او له ټاکنیزو کمیسیونونو سره يې پرېکون اعلان کړی دی.

ویل کېږي چې دغه یو میلیون رايې تر دې وړاندې په ټاکنیز سیستم کې موجودې وي، خو نن يې د ورکېدو خبره وشوه.
د څارونکو په قول دغه رايې د ټاکنو د کمیسیون له اطلاعاتي څانګې ورکې شوې دي.

د سرچینې په قول د رایو په بیا شمېرنه کې هڅه کېږي تر څو د اصلاحاتو او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله رامخکې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال فلډمن پرون په واشنګټن کې په یوه خبري ناسته کې په دې ټینګار وکړ چې د رایو د بیا شمېر او بیاکتنې پروسه یوه رڼه او شفافه پروسه ده چې د نړیوالو څارونکو په حضور کې په معیاري شکل مخ په وړاندې ځي. د دوی په خبره د لاښه څار لپاره به یوه سل اته شپېته تنه نور نړیوال څارونکي هم مرسته وکړي.

د چارو د شنونکو له قوله د نږدې زرو تنو څارونکو با وجود د دومرو ډېرو رایو ورکېدل دا په ډاګه کوي چې د رایو بیا کتنه چې د ایتلافي حکومت لپاره یوه بهانه وه هم شفافه وړاندې نه ځي. د دوی په وینا ښايي ورته کړنې هېواد یو بحراني حالت ته ورټېل وهي.
 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x