
شعـــــرونه
لکه ګل پۀ اور بل/ درمان
مولوي منصور درمان
د استقلال توغ یې ټومبلی د کابل پۀ اور بل
غازي جانان مې داسې ښکاري لکه ګل پۀ اور بل
د استعمار د زبېښاک ګرو یې غرور مات کړی
هلئ! ګلان د خو ښۍ پاش کړئ د اتل پۀ اور بل
ستا د غزا د شپېلۍ شور ؤ، د تکبیر نغمې وې
د سپینو فتحو انوارات دې اورېدل پۀ اور بل
لکه سپین لمر چې د رڼا لۀ غاړې غېږه تاو کړي
دا سې ښکارېږي ستا د سپینې پګړۍ ول پۀ اور بل
تۀ د غزا څڼې را څڼډ وهه زما پلو کې
زۀ به دې کېږدمه ګلونه د سنځل پۀ اور بل
تۀ چې فاتح لۀ سنګر راغلې زما ښۀ یادېږي
چا دې تسپې، چا د سمالونه تېرول پۀ اور بل
لۀ نړۍ خور تا ړاک دې وګټله سپینه سوبه
منصور درمان دې ځکه لیکمه غزل پۀ اور بل