افغانستان

د کابل په شمال کې یوځل بیا د برېښنا پایه ویجاړه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): نن ماښام د کابل شمال په قره باغ ولسوالۍ کې د برېښنا یوې پایې په نړولو سره د کابل، ننګرهار او لغمان په شمول ۱۳ ولایتونو کې د برېښنا جریان قطع شوی دی.

د برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازی ددې پېښې په تایید سره وايي، چې نن ماښام ۷ بجې او ۴۵ دقیقې د قره باغ ولسوالۍ په «شینوارو» کلي کې د درې چاودنو په ترسره کېدو سره د برېښنا پایه نړېدلې ده.

نوموړی زیاتوي د برېښنا شرکت مسلکي ټیم هڅه کوي، ترڅو نړول شوې پایه بیرته ورغوي او د برېښنا قطع شوی جریان بیرته وصل کړي.

دا په روان کال کې څویم ځل دی چې د کابل شمال کې د کابل حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې د شکمنو کسانو لخوا د برېښنا پایې په بمونو سره الوزول کیږي، د کومې له امله چې زیاتره هېوادوال ددې کار پړه په حکومت اچوي.

په داسې حال کې چې طالبانو تردې وړاندې په بیا بیا د برېښنا په شمول د ټولو ملي پروژ او عام المنفعه تأسیساتو د ساتنې ټټر وهلی ؤ او عملا یې د خپل واک په ساحو کې ددې لپاره ځانګړي قطعات توظیف کړي، د کابل حکومت تر واک لاندې ساحو کې د برېښنا پایو تکراري الوزول ګڼې پوښتنې زیږولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

په قره باغ ولسوالي کي د اقلیتي پښتنو ژوند د اکثریت تاژکانو په منځ کي داسي دی لکه په کندهار ښار کي چي د مسلمانانو په منځ کي د هندوانو ژوند دی. دا پایه بې له شکه د جمیعت او شورا نظار اوباشانو نړولې ده او دا کار یې د شینوارو په کلي کي ځکه اجراء کړی دی چي د خلګو توجه و هغه تاژکو فاشیسټانو ته وانه وړي چي یو څو کاله وړاندي یې دا کامپاینونه کول چي ما افغان نیستم…. ما افغانستاني هستیم چي په راس کي یې ډاکټر عبدالله، امر الله صالح او د مسعود کافر ورونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x