ورزش

ریال مدرید کلب د زین الزیدان له استعفا وروسته نوی روزونکی وټاکه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د هسپانیا فوټبال مشهور کلب ریال مدرید لوبډلې د زین الزیدان له استعفا وروسته نوی روزونکی وټاکه.

د ریال مدرید کلب ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې «کارلوس انسیلوتي» به د راتلونکو دریو کلونو لپاره د یاد کلب لپاره د مشر روزونکي په حیث دنده ترسره کړي.

۶۱ کلن کارلوس انسیلوتي له دې وړاندې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵م کلونو ترمنځ هم د ریال مدرید کلب روزونکي په حیث دنده ترسره کړې، چې یادې لوبډلې ته یې د اروپا اتلانو لیګ اتلولي هم ورکړې ده.

کالوس انسیلوتي په ۲۰۱۹م کال کې په انګلستاني کلب ایورتن کې د مشر روزونکي په حیث دنده پېل کړه، چې ددغه کلب سره یې تړون پای ته ورسېد او د ریال مدرید کلب مشر روزونکي په حیث وټاکل شو.

دا په داسې حال کې چې د ریال مدرید کلب پخواني روزونکي زین الزیدان که څه هم په خپل تړون کې یو کال نور وخت درلود له خپلې دندې استعفا وکړه. نوموړي په داسې حال کې دغه لوبډله پریښوده چې ریال مدرید د ۲۰۲۰/۲۱ پړاو په ۱۱ کلونو کې په لومړي وار پرته له جام ګټلو پای ته ورساوه. په هسپانوي لیګ لا لیګا کې یې له اتلاتیک مدرید وروسته دوهم مقام ګټلی و.

د یادونې وړ ده چې ریال مدرید په نړۍ کې یواینی فوټبال کلب دی چې تر ټولو ډیر ۱۳ واره یې د اروپا اتلانو لیګ اتلولۍ خپلې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x