افغانستان

دولتي عسکرو په ننګرهار کې یو ولسي بازار سوځولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې دولتي عسکرو یو ولسي بازار په توپونو ویشتلی، چې له امله یې ۵ تنه ملکیان ټپیان شوي او ګڼ دوکانونه سوځېدلي دي.

که څه هم د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي په رسنیو کې ادعا کړې وه، چې دغه بازار طالبانو لومړی لوټلی او بیا یې سوځولی؛ خو طالبانو د نوموړي ادعا بې اساسه بللې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې داسې ویلي: « د دښمن ادعا چې ګویا بریدمجاهدینو کړی، حقیقت نه لري.»

د توپچي او هوايي بریدونو په وسیله د ولسي بازارونو او عامه ځایونو په نښه کول هغه څه دي چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا د هېواد په لرې پرتو سیمو کې په بیا بیا تر سترګو کیږي، د کومې له امله چې خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.

تیره ورځ د غزني ولایت چارواکو هم ادعا وکړه چې طالبانو ددې ولایت قره باغ ولسوالۍ بازار کې دوکانونه لوټلي او بیا سوځولي؛ کومه ادعا چې طالبانو رد کړه.

د غزني د پېښې په تړاو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته داسې ویلي ؤ: «دا خبره حقيقت نلري، دښمن پروپاګند کوي، طالبانو څه د دوی اربکيان نه دي»

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو او عامه ځایونو «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بیا حکومت وایی چی طالبانو د اچین ولسوالی بازار او مکتب ته اور اچولی او سوځولی یی ده. بس یو پر بل باندی یی اچوی هدف یو دی د افغانانو وژنه او د تاسیساتو ویجاړول. الله د مونږه ټول له داسی مقسده حکومت څخه او له خوارجو ملایانو څخه خلاص کړی چی ټوله دنیا وایی دا جنګ نا روا دی خو دوی یی د خپلو بادارانو په فتوای روا بولی.

محمد صالح

دلته مسئولیت د افغان ولس دی چي په زغرده ووایي چي د دوئ بازارونه څوک سوځوي؟ کیدای سي چي د بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته د ولس د خولو قفلونه مات سي او عام افغانان و نړۍ ته وویلای سي چي د ولس د منځه څخه راپورته سوي طالبانو او د بهرنیانو د نایټکلبونو څخه راغلي حکومتي جوانه ګانو کي د چا په قدرت خوشحاله دي. د نظامونو بدلیدل د افغانانو لپاره نوې نه ده خو شرم به هغه مهال د افغانانو د پوزي پیزوان وي چي هغه ملي خاینین بیا هم خپلي ځمکي ځني وکري او یا یې ځني وپلوري… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx