شعـــــرونه

لويه ربه!/ نومير

فدامحمد نومير

ځمکه، غرونه، اسمانونه ستا پيدا دي
چې دې حکم سي په يو ګړۍ فنا دي

لوی واړه تا په قدرت سره خلق کړي
که مشهود او لا مشهود په دې دنيا دي

هر يو څيز کې دې خاصيت ايښی بيل بيل دی
څه امراض، څه دوايي، څه دَدْ وُبا دي

زلزلې او توپانونه حکم ستا وړي
له مهار څه يې عاجزه انبيأ دي

علم، پوهه د انسان په لړزيدو کړه
عاصيان د زمانې دې په ثنأ دي

دا زموږ د بد اعمالو نتيجه ده
چې راپېښې دا هر څه زموږ له ګناه دي

موږ عاجزه بنده ګان يو طاقت نسته
و غضب ته دې بې توان ټول په ژړا دي

امتحان را باندې مه کوه خالقه!
دا چې څه دې دا همه کړه وړه زما دي

موږ زموږ په ګناهو مه نيسه ربه!
ګناهونه زموږ درانده تر غر، بيديا دي

ته رحمن يې، ته رحيم يې ته عزيز يې
رحمتونه دې بيشمار تر ارض، سمآ دي

لويه ربه دا وُبا پورته له خلق کړې!
ماشومان د ګهوارې لاس په دعا دي

د نومير هم ګناهونه ورمعاف کړې!
لاس مې لپه ذوالجلاله په لور ستا دي

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x