نړۍ

د اسراییلو ترهګریزو بریدونو څلوېښت فلسطينيان شهيدان او زرګونه بې کوره کړي

نن ټکی آسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د فلسطين د روغتيا وزارت وايي، چې نن يکشنبه له سهاره د اسراييلي ټانکونو په بريدونو کې څلويښت فلسطينيان شهيدان شوي، سلګونه ټپيان دي او زرګونه کورنيو الشجاعيه سيمې څخه هجرت کړی دی.

د فلسطين د روغتيا وزارت وياند اشرف القدرة فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلويښت کسان شهيدان شوي، ۳۸۰ ټپيان دي او زرګونه کسانو خپل کورونه پريښي دي.

ويل کيږي، چې شهیدانو کې د فلسطيني تلويزون يو خبريال او د مرستندويه ډلې يو فعال هم شامل دي.

راپورونه وايي، چې زرګونه فلسطينيان لوڅې پښې په سخته وېره او ترهه کې له خپلو کورونو په داسې حال کې راوځي، چې اسراييلي ټانکونو الشجاعيه سيمه تر بريد لاندې نيولې ده.

د غزې ختيځ کې د الشجاعيه سيمې خلک وايي، چې دوی له بريښنا، اوبو او خوراکه بې برخې دي او د سختو بمباريو له امله هيڅ مرستندويه ډلې د دوی لاسنيوي لپاره نشي ورتلای.

اوس هم زرګونه کورنۍ په خپلو کورونو کې بندې دي او اسراييلي عسکر پرې هوايي او ځمکني بريدونه کوي.

د مرح الواديه په نوم يوې ۲۳ کلنه نجلۍ فرانس پريس ته ويلي، چې دا وخت زموږ د ژوند تر ټولو خطرناک وخت دی، چې بيګا راهيسې د کورنۍ ټول غړي په يوه کوټه کې راګير یو او اسراييلي ټانکونه زموږ پر کورونو بريدونه کوي او هره ګړۍ مرګ په خپلو سترګو وينو.

الودايه زياتوي، چې ښځې او کوچنيان مو چيغې وهي او دوی نه پوهيږي، چې د ژوند اخري پای به يې کله وي.

د فلسطين د روغتيا وزارت وايي، چې د اسراييلي بريدونو له پيله تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۸۸ کسان شهيدان شوي او ۳۰۲۰ ټپيان دي.

راپورونه وايي، چې روغتونونو کې ځای نشته. ډېری ټپيان په دهليزونو او لارو کې پراته دي او ډاکټران هم د درملنې لپاره نه رسيږي.

د ملګرو ملتونو په ګډون ګردې اسلامي نړۍ په دې اړه ګونګه روژه نيولې او د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان څخه پرته د اسلامي هيوادونو هيڅ مشر پرې خپله خواشيني نه ده څرګنده کړې.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د مصر او سعودي په ګډون د اسلامي هېوادونو ګڼ مشران د اسراييلي بريدونو ملاتړي دي او ځينې يې خاموشه ننداره کوي او د فلسطينيانو وژلو کې د خپلې څوکۍ بقا ويني.

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان وايي، چې د اسلامي نړۍ ګڼو مشرانو سره يې په دې اړه اړيکې ونيولې، مګر هغو ټول عذر کوي، چې دوی په دې اړه هيڅ نشي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستئ

الله اكبر
دفلسطين مظلومانو كه تر تاسي لاس نه در رسيژي نو دلته خو مو الحمدلله لوئ شيطان او دهغي بندكان راكير كري دي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x