افغانستان

غور: د حوزې امر له طالبانو سره یو ځای شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د غور ولایت په مرکز «فیروزه کوه»‌ ښار کې د دوهمې حوزې امر «حیات الله عادل» له‌ طالبانو سره یو ځای شوی.

د غور ولایت د امنیت امر «نیک محمد نیکزاد»‌ د حیات الله عادل د تسلیمۍ راپورونه تائیدوي‌ او وړاندې زیاتوي، چې نوموړی له خپلو اتوتنو پولیسو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوی.

نیکزاد که څه هم په دې تړاو نور جزئيات نه دي‌ ورکړي، خو یو شمېر امنیتي‌ سرچینې وایي، عادل یو هاموې ټانګ او یو رینجر موټر هم له ځانه سره وړي دي.

د غور د ولایتي شورا غړی «عبدالمجید ناطقي» د پېښې پخلی کوي‌ او زیاتوي‌ چې عادل د قومي‌ ستونزو درلودو له امله له طالبانو سره یو ځای شوی.

حیات الله عادل د غور د سیمه ییزې راډیو «غور غږ» د خبریال «بسم الله عادل» ورور و.

بسم الله عادل څو میاشتې وړاندې نا څرګندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x