
د ایران د سمندري فوځ یوه بیړۍ د اور اخستنې له امله ډوبه شوې
په یاده بیړۍ کي ۴۰۰ تنه عمله او زده کونکي سپاره وو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل):ایراني رسنۍ وایي، د خارک په نوم د سمندري پوځ حمایوي بیړۍ چي تیره شپه يي له نړیوالو اوبو سره نیږدې د جاسک په بندر کي اور اخستی و، نن د اور پراخیدو له امله بشپړ ډول سوځیدلې او ډوبه شوي ده .
د ایران د سمندري فوځ ویاند وایي «په یاده بیړۍ کي ۴۰۰ تنه عمله او زده کونکي سپاره وو، هغوی ټول ژغورل شوي ، خو زموږ له ټولو هڅو سره، سره بیا هم اور کنترول نه شو او بیړۍ ډوبه شوه .)
د جاسک په نوم د ایران د سمندري فوځ دا بیړۍ په ۱۹۷۷ م کال کي په انګلستان کي جوړه شوي وه، ۷ کاله وروسته په ۱۹۸۴م کال کي ایران ته وسپارل شوه .
په دې وروستیو کې د ایران په سمندري بیړیو کې د اور لګېدنو پېښې زیاتې شوې دي. تر دي وړاندي د ایران په اټومي بټیو کې هم اورلګیدنو پراخ زیانونه اړولي وو .
د ایران حکومت له یو لړ څېړنو وروسته په اټومي بټیو کي د اورلګیدنو تور د اسرائیلو په استخباراتي اداره (موساد) ولګاوو.