ادبي لیکني

زموږ زېړ ژورنالیزم

لیکوال: استاد اسدالله غضنفر

ډیلي میل چې په انګلستان کې له سن( The Sun) ورځپاڼې وروسته تر ټولو ډېر لوستونکي لري، په وروستیو ورځو کې د امریکا د مشهور فلم ستوري، سناریو لیکونکي او فلم ډایرکټر جارج کلوني په باره کې لیکلې دي چې د چنغلې مور یې له ده سره د خپلې لور د واده مخالفه ده او د مخالفت علت یې مذهبي دی، ځکه نجلۍ او کلوني له بېلو مذهبي فرقو سره تعلق لري.
په جارج کلوني باندې دا خبره بده لګېدلې او له مذهبي توپیرونو د ناوړې استفادې نوم یې ورکړی دی. کلوني ویلي دی چې ډیلي میل زېړ ژورنالیزم ته مخه کړې ده. ډیلي میل له جارج کلوني معذرت غوښتی دی خو هغه ویلي دي چې معذرت یې نه مني.
په ډیلي میل باندې د جارج کلوني نیوکه په دې ورستیو ورځو کې د لویدیځو مطبوعاتو په یوې مهمې موضوع بدله شوې ده.
یو مشهور قول دی وایي هغه څوک اشتباه نه کوي چې هیڅ نه کوي. رسنۍ چې همېشه په کار بوختې وي، کله نا کله به خامخا تېروځي، مګر ځینې رسنۍ د زیاتې ګټې په نیت په لوی لاس د زېړ ژورنالیزم لمن نیسي.
که اخباروالا ته د خبر تر صحت د هغه جالبوالی مهم وي، د ده د کار طرز زیړ ژورنالیزم بلل کیږي. مشهور مورخ او ژورنالیست فرانک لوتر موټ چې د خپل یوه کتاب ( د امریکا د مجلو تاریخ) په خاطر یې د پولیتزر معتبره جایزه ګټلې ده( په ۱۹۳۹ کې) د زیړ ژورنالیزم لپاره پنځه ځانګړنې شمیرلي دي:
۱- کم اهمیته او وړو خبرونو ته لوی عناوین ورکول،
۲- د عکسونو، کارتونونو او انځورونو بې حده او تر ضرورت زیات استعمال،
۳- دروغي مرکې ، له داسې کسانو سره مرکې چې خبرې یې هوایي خو جالبې دي. مثلا ځینې کسان د کوډو دعوه لري او عام لوستونکي ممکن د دوی د خیالي کمال خبرې په شوق ولولي. یا ځینې کسان په دروغو د ساینسي اختراعاتو دعوه کوي او ورځپاڼه یې لاپې په دې منظور خپروي چې لوستونکي یې ډیر شي،
۴- د رخصتیو په ورځو خورا رنګه او له ټوکو ټکالو ډکې ضمیمې راایستل،
۵- د واکمن نظام یا حکومت له مخالفانو سره ډراماتیکه خواخوږي څرګندول.
دغه موارد راښیي چې د زیړ ژورنالیزم اصلي مقصد د اخبار پلورل دي. کله چې ژورنالیست د تخصص او اخلاقي اصولو پروا ونه لري او یوازې په شهرت، جنجال او پیسو پسې وګرځي نو هم د زیړ ژورنالیزم تور ورباندې لګول کیږي.
د دنیا د هرځای مطبوعات، راډیوګانې ، تلویزیونونه او ویپاڼې غواړي چې ډیر لوستونکي ، اوریدونکي او لیدونکي ولري او دغه مقصد ته د رسیدو یوه ډیره اسانه او متاسفانه کامیابه ذریعه زیړ ژورنالیزم دی . دغه ډول ژورنالیزم په هر ځای کې موجود دی او طبعا په مختلفو ملکونو کې مختلفې ځانګړنې لرلای شي. مثلا په سعودي عربستان کې چې د بیان ازادي نشته، رسنۍ دې ته زړه نه ښه کوي چې په سیاستوالو پورې اوازې خپرې کړي خو په پاکستان کې دا کار ډیر مشکل نه دی. له بلې خوا د پاکستان په عام ولس کې خرافاتي افکار عام دي. همدا وجه ده چې د ورځپاڼو ، مجلو او ورځپاڼو په ضمیمو کې یې د نجومیانو ، کوډګرو او داسې نورو کسانو مرکې او لاپې شاپې ډیرې لوستلای شو.
په اوسني افغانستان کې زیړ ژورنالیزم درې لوی مقصدونه لري : یو د مخاطبانو جلبول ، بل له سیاستوالو او شتمنو کسانو د امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره د توندو تیزو خبرو خپرول، او دریم خپلو سیاسي ډلو او جریانونو ته کار کول.
کله نا کله په تلویزیونونو او اخبارونو کې په خورا کم اهمیته موضوع ډیر مهم بحث روان وي او ډیرې توندې خبرې کیږي چې یوازې د لیدونکو او لوستونکو د جلبولو مقصد تعقیبوي. دغه راز په ورځپاڼو او اخبارونو کې ډیر لوی او بوږنوونکي عناوین وي : مثلا ، توفان بزرګ در راه است، په برګ مټال کې سختې جګړې روانې دي، لویديځ د یوه برخلیک ټاکوونکي تصمیم په درشل کې… دا به عنوانونه وي خو چې لاندې مطلب لولې هسې لویې لویې جملې به وي او خبري حیثیت به نه لري.
په افغانستان کې په تیرو څو کلونو کې داسې هم لیدل شوي چې ځینې کسان د قدرت یا ثروت له خاوندانو د امتیاز اخیستلو لپاره د خپلو رسنیو له لارې د هغوی د ویرولو هڅه کوي او په دې ډول امتیاز اخلي. د دې برعکس ځینې نور ژورنالستان د پیسو او امتیاز په مقابل کې یوازې هغه مطالب خپروي چې د قدرت او ثروت د څښتنانو خوښېږي. په ولایتونو کې چې رسنۍ کمې دي ، چارواکي او د زور او زرو خاوندان د ژورنالیزم له کرایه کولو لا زیاته استفاده کوي.
له سیاسي ډلو سره اړوند ژورنالیزم هم په اکثرو مواردو کې ډیر یو اړخیز او افراطي مطالب خپروي. ما په تیرو څو کلونو کې د یوه ګوند یوه جریده تقریبا همیشه لوستې ده. کله چې ګوند یا بهتره ده ووایو د ګوند مشر امتیاز غواړي او نه یې وي تر لاسه کړی نو ټول عناوین د حکومت خلاف وي خو چې د امتیاز لرلو څه امید ورته پیدا شي بیا مطالب نرم شي او د امتیاز اخیستلو په اونیو کې خو بیخي سرکاري جریده ورنه جوړه شي. د امتیاز له هضمولو وروسته بیا ورو ورو ګیلې ماڼې شروع شي او خبرې دومره توندې شي چې د ډلې او حکومت نږدې کیدل یو ځل بیا ناممکن ښکاره شي خو څه موده پس ناممکن یو ځل بیا ممکن شي او دا د ارهټ منګوټی ډکیږي او تشیږي.
د افغانستان د اوسني زیړ ژورنالیزم بل تکنیک دا دی چې خبر او په خبر باندې د خپلې خوښې تبصره پکې داسې یو ځای کیږي چې لوستونکی یا اوریدونکی نه پوهیږي چې کومه برخه خبر دی او کومه پکې د خبر جوړوونکي خپله تبصره ده.
که یو اخبار ولیکي چې پلاني دومره پیسې پټې کړې دي او متهم ورباندې عریضه وکړي نو د افغانستان له قوانینو سره سم، اخباروالا ملامتولی شي. خو که ولیکي چې داسې اوازه ده چې پلاني غلا کړې ده او البته ثابته نه ده. دلته هم یو څوک بدنام شول مګر اخباروالا محکمې ته نه شي کشولای ، ځکه اخباروالا پخپله ویلي دي چې ثابته نه ده او یوه اوازه یې اوریدلې ده. په افغانستان کې له دې طریقې هم په کافي اندازه استفاده کیږي.
زیړ ژورنالیزم د ګټې وټې او ارادې پیداوار دی خو په افغانستان کې ډیر ځله نه په لوی لاس او نه د ګټې په منظور بلکې هسې د ژورنالیزم له مهارتونو سره د ناخبرۍ په علت داسې مطالب خپریږي چې په اول نظر ممکن د زیړ ژورنالیزم ټاپه ورباندې ولګوو.
هغوی چې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادي ننګه کوي، ورته پکار ده چې دغه ازادي نه یوازې د قدرت د خاوندانو له ګوزارونو خوندي وساتي بلکې د هغو کسانو له یرغله یې هم وژغوري چې د مطبوعاتو له ازادي منفي او شخصي استفادې کوي. د مطبوعاتو ازادي به هغه وخت دایمي شي چې خلک باور پیدا کړي چې دغه ازادي یې په ګټه او په خیر ده. د پرګنو په زړونو او ذهنونو کې د دغه یقین د پیدا کولو لپاره ضرور ده چې مطبوعاتي ټولنه مو ماهره، صادقه او دوراندېشه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل فولاد

دزیړژورنالیزم دامنلی نصیحت کاشکی دزیړژونالیزم ماهرایمل پسرلی ترغوږونوپوری هم ورسیږی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x