ورزش

د کرکټ نړیوالې شورا نوی مهالویش، هر کال به یو ستر ټورنمنټ ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د کرکټ نړیوالې شورا تېره ورځ د ۲۰۲۴ او ۲۰۳۱م کالونو ترمنځ د راتلونکو نړیوال جامونو او د آی سي سي سترو ټورنمنټونو مهالویش د ځینو بدلونونو سره سم په ډاګه کړل.

د کرکټ نړیوالې شورا د پریکړې سره سم به په یاده لس کلنه موده کې د ICC لس ستر ټورنمنټونه کیږي، چې لږ تر لږه یو ټورنمنټ به هر کال ترسره کیږي.

د آی سي سي د نوې پریکړې سره سم به هر دوه کاله وروسته د شل اوریزو نړیوال جام، هر څلور کاله وروسته د یو ورځنیو نړیوال جام، دغه راز به هر څلور کاله وروسته د قهرمانۍ جام (چمپينز ټرافي) ترسره کیږي، په داسې حال کې چې هر دوه کاله وروسته به د ټیسټ قهرمانۍ پایلوبه هم ترسره کیږي.

د مهالویش سره سم به د شل اوریزو نړیوال جامونه په ۲۰۲۴، ۲۰۲۶، ۲۰۲۸ او ۲۰۳۰م کالونو کې ترسره کیږي. په یاد جام کې به ۲۰ لوبډلې ګډون کوي چې په څلورو ګروپونو به وویشل شي، او ټولې به ۵۵ سیالۍ ترسره کیږي، چې له هر ګروپ څخه به دوه پیاوړې لوبډلې بل پړاو (سوپر ۸) ته لار مومي او له هغې به ناک اوټ پړاو او پایلوبې ته داخلې شي.

https://twitter.com/ICC/status/1400054957605232642?s=20

د ICC د پلان له مخې د یو ورځنیو نړیوال جامونه به په ۲۰۲۷ او ۲۰۳۱م کالونو کې ترسره شي. دغه نړیوال جام به د ۲۰۰۳م نړیوال جام بڼه وي چې ۱۴ لوبډلې به په دوه ګروپونو وویشل شي او ۵۴ لوبې ترسره کړي، چې له هر ګروپ څخه به درې پیاوړې لوبډلې (سوپر ۶) پړاو ته لار باسي، او له هغې وروسته به نیمه پایلوبې او پایلوبه ترسره کیږي.  دغه مهالویش به د راتلونکي ۲۰۲۳م یو ورځني نړیوال جام څخه وروسته له ۲۰۲۴م کال څخه پېل کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا چمپنیز ټرافي یا د قهرمانۍ جام سیالۍ به په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۹م کالونو کې د تېر په څېر د ۸ لوبډلو ترمنځ کیږي چې په دوه ګروپونو به وویشل شي، پیاوړې لوبډلې به نیمه پایلوبې او پایلوبې ته لار مومي.

د یادو ټورنمنټونو سربېره به د کرکټ نړیواله شورا هر دوه کاله وروسته د ټیسټ قهرمانۍ پایلوبې هم ترسره کوي، چې په ۲۰۲۵، ۲۰۲۷، ۲۰۲۹ او ۲۰۳۱ کالونو کې د دوه پیاوړو او زیاتو نمرو اخیستونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

باید وویل شي چې د کرکټ نړیوالې شورا د یاد مهالویش سربېره د سږني کال شل اوریزو نړیوال جام لپاره د هندوستان پرځای په عربي اماراتو او د منځني ختیځ پر یو بل هېواد غور کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx