افغانستان

په هرات او میدان وردګو کي (۱۷) تنه عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي

په دي وروستیو کي له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو د یو ځای کولو لړۍ یو ځل بیا زور اخیستی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل):په میدان وردګ او هرات ولایت کي اولس تنه د کابل حکومت عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي دي .

د طالبانو د ویاند «ذبیح الله مجاهد» له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کي ویل شوي چي د ملي اردو او پولیسو یادو سرتیري د «حقایق په درک» او د

اسلامي امارت د دعوت ارشاد کمېسیون د مسؤلینو په بلنه د حکومت له نظامي لیکو څخه را بیل او له دوئ سره یو ځای شوي دي .

نوموړي په خبرپاڼه کي زیاته کړې چي د حکومت له لیکو څخه د راوتلیو کسانو دروند استقبال شوی.

په دي وروستیو کي له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو د یو ځای کولو لړۍ یو ځل بیا زور اخیستی دی، د هیواد په مختلفو ولایتونو کي ګڼ شمیر سرتیري له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

تر دي وړاندي په کندهار ، لغمان ، ننګرهار،بلخ او په بغلان ولایتونو کي هم د کابل د حکومت ګڼ شمیر سرتیرو خپلي قرارګاوي او پوستي له جګړي پرته پریښودلي او له خپلو وسلو، مهماتو او فوځي وسائطو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx