افغانستان

د رایو شمېرلو په ټپه دریدلی بهیر بیا پیل شو

نن ټکی آسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۳): د ولسمشرۍ د ټاکنو د رایو بیا ارزونې په ټپه دریدلی بهیر یو ځل بیا پیل شو.

د رایو د بیا ارزونې بهیر تر هغې وروسته ودرید چې د دواړو ټاکنیزو ټیمونو د رایو پاڼو باندې د لاسلیک پر سر اختلافات پیدا شول.

د رایو د بیا ارزونې بهیر له پرون مازدیګر راهیسې په ټپه دریدلی و او نن له ماسپښین درې بجې بېا پیل شو.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور نن په سهار په یوه خبري ناسته کې وویل چې دغه اختلافات د دې لامل شو چې تېره ورځ د رایو د بیا ارزونې بهیر تر ټاکل وخت څخه یو نیم ساعت مخکې ودریږي.

نور زیات کړه چې د دواړو ټیمونو استازو، نړیوالې ټولنې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ددغه ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې پیل کړي.

ویل کېږي چې د ټاکنو د دواړو نوماندانو د څارونکو ترمنځ د هغو رایو پر سر بحث او اختلاف پیدا شوی دی، چې په صندوقونو کې تر شپږ سوه رایو پاڼو زیاتې لوېدلې دي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي ناظرانو پرون وروسته له هغه دغه پروسه پرېښوده چې په صندوقونو کې يې تر شپږ سوه ډېرې رايې پاڼې ولیدلې.

د اشرف غني یو میلیون رایې ورکې شوي

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د اشرف غني احمدزي یو میلیون رایې ترې تم شوي دي.

د سرچینې په قول د ډاکټر اشرف غني احمدزي څارونکو ځکه د رایو د بیا شمېر څارنه پرې اېښې ده او له ټاکنیزو کمیسیونونو سره يې پرېکون اعلان کړی دی.

ویل کېږي چې دغه یو میلیون رايې تر دې وړاندې په ټاکنیز سیستم کې موجودې وي، خو نن يې د ورکېدو خبره وشوه.

د څارونکو په قول دغه رايې د ټاکنو د کمیسیون له اطلاعاتي څانګې ورکې شوې دي.

تر دې مهاله رسما د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x