
افغانستان
دولتي عسکرو په جوزجان کې شپږ میرمنې او ماشومانې شهیدانې کړي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): پر ولسي خلکو د بریدونو په ترڅ کې دولتي عسکرو د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د ډزو پرمهال ۶ میرمنې او ماشومانې «شهیدانې» کړې دي.
د سیمې خلک وايي، وړمه شپه طالبانو د فیض آباد ولسوالۍ په «کوکلداش» سیمه کې د ملي امنیت پر یوې دفاعي پوستې برید کې د قومندان «بایلي» په ګډون د ملي امنیت ۷ عسکر ووژل، چې وروسته دولتي عسکرو خپل غچ له ولسي خلکو واخیست.
د ځايي خلکو په خبره دولتي عسکرو د «کوکلداش» سیمه د هاوانونو تر درانه اور لاندې ونیوله، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۳ میرمنې او ۳ ماشومانې «شهیدانې» شوې او دوه تنه نور ټپیان شول.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو او عامه ځایونو «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.