افغانستان

میدان ښار کې ۱۰ کمانډو عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۱۰ کمانډو عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نن سهار یې د میدان وردګو ولایت مرکز «ده افغانانو» سیمه کې د کمانډو عسکرو په هغې عملیاتي قطعې برید کړي، چې سیمې ته د عملیاتو په موخه ورغلې وه.

نوموړی زیاتوي په دغه برید کې یې د عملیاتي قطعې ۴ ټانګونه ویشتلي او ویجاړ کړي او د نښتې پرمهال یې ۱۰ کمانډو عسکر وژلي چې «جسدونه» یې لاهم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو له تیرو څو ورځو راهیسې د میدان وردګو ولایت په مختلفو سیمو کې د طالبانو پرضد عملیات پيل کړي او هڅه کوي چې په تیره یوه میاشت کې له لاسه وتلې پراخه سیمې بیرته ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیوکې هم له ۵۰ زیات دولتي عسکر له طالبانو سره په نښته کې مړه او ټپیان شوي وو.

طالبانو نن ماسپښین د ده بالا ولسوالۍ په «جودري» سیمه کې د ۲۳ وژل شوو دولتي عسکرو جسدونه د سره صلیب له لارې د هغوی کورنیو ته واستول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx