افغانستانسولې اړوند خبرونه

ډاکټر نعیم: طالبان اماده دي خو تر اوسه د مذکراتو د بیا پيل نیټه نه ده ټاکل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم نن د طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې ددوی مذاکراتي ټیم د بین الافغاني خبرو لپاره بیا چمتو دی خو تر اوسه د خبرو د بیا پيل لپاره وخت نه دی ټاکل شوی.

نوموړی دا خبرې په داسي وخت کې کوي چې د افغانستان د جمهوریت ټیم ځیني غړي قطر ته رسیدلی دي په دې تمه چې له شاوخوا میاشتي راهیسي ځنډېدلي بین الافغاني مذاکرات یو ځل بیا پیل شي.

نن ټکی اسیا ته د رسیدلو معلوماتو لمخې تر اوسه د کابل څخه د مذاکراتي ټیم څلور غړي لکه فوزیه کوفي، ډاکټر امین احمدي، مولوي عطاء الله لودین او عنایت الله بلیغ د ځینو تخنیکي همکارانو سره دوحې ته رسیدلي دي، خو تر اوسه د ټیم مشر معصوم ستانکزی دوحې ته نه دی رسیدلی.

ډاکټر نعیم وویل چې د روژې او اختر رخصتیو له امله په طبیعي ډول مذاکرات ځنډیدلي وه خو تر اختر وروسته به بیا په طبیعي ډول پيل شي، دوی چمتوالی لري او د ټیم غړي يې ټول په دوحه کې شتون لري.

دنوموړي په وینا دوی غواړي چې د افغانستان مشکلات ژر تر ژره د خبرو له لاري حل شي خو په وینا یې اوږده جګړه په افغانستان کې تیره شوې، خبرې اترې به وخت اخلي. او په وینا یې مونږ باید موضوعات د وخت قرباني نه کړو.

نوموړي د استانبول د غونډې په اړه وویل چې د اختر وروسته ددوی سره په دې اړه بیا بحث نه دی شوی، که ددوی سره بیا معلومات او موضوع شریکه شي، طالبان به یې په اړه بیا هم نظر شریک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا څه بلا ډاکټر ده کچیری سړی ته په مخ ورشی خو د خلکو زړونه به وباسی. بیا یوه بل ملا صیب وویل چی دا غټې ږیری پدی خاطر ملایان پریږدی چی کله مړی شی په قبر کی هغوی نه سوال او ځواب نکیږی. چا پوښتنه تری وکړه چی ولی سوال او ځواب تری نه کیږی؟ ملا صیب ځواب ورکړ چی له غټو ږیرو څخه انکر او منکر هم ویره لری او نه ورته راځی. بیا د نعیم صیب د ږیری لاندی خو دوه درې لاسی بمونه هم ځایږی.

غوربندی

طوطی صاحب
## ،،، له دې چټیاتو او عبث لیکلو لاس واخله،،

غوربندی

دغه مرکه مې په یوه ځل تعقیب نه شو کړای،، د مرکې په نیمایی کې خوب یوړم او کلک ویده شوم،،، چې را ویښ شوم نو دوهم ځل مې له سره بیا تعقیب کړه،، له پای سره مل بیا هم خوب یوړم. وېرېږم چې سوله هومره ځنډمنه نشي چې د ورته مرکو په مهال خبریال یا هم ډاکټر صاحب د ملموسو لاسته راوړنو/پرمختګ د نشتون او ناهیلۍ له وجهې زما په شان خوب/پرموښۍ یوسي. الهی سوله له تا غواړو،،، د پردې تر مخ او څټ ټول هغه لاسونه فلج او کاږه کړې چې د افغانانو سوله یې زندۍ او برمته… نور لوستل »

محمد نعیم

وایي چي ملانصرالدین په خپل ښار کي په بیداري ډیر مشهوره وو. د هغه ښار یو چالاکه سړي د ځینو ملګرو سره شرط وتاړه چي که زه ملانصرالدین خطا ایستلم نو تاسو ټولو ته ډوډۍ درکوم او که خطا نه وتلم تاسو به ډوډۍ راته کوئ. هغه سړی د ملګرو سره په بازار کي ملانصرالدین سره مخامخ سو او ورته وې ویل چي زه که دي خطا ایستلم.ملانصرالدین ورته وویل چي فقط دلته راته انتظار سه، چي زه راغلم بالا دي دستي خطاباسم. هغه سړی هم انتظار سو او ملانصرالدین کور ته ولاړی او ویده سو. دلته چي ملانصرالدین تر… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx