
خالص بابا روڼ اندی لیډر
لیکوال: ذاکر جلالي
خالص بابا له علمي او ادبي شخصیت سره سره تر ډېره د رهبرۍ له امله پېژندل شوی. د ده د شخصیت متفاوت اړخونه تر اوسه نه دي روښانه شوي. د خالص بابا د شخصیت په اړه عمومي نظر دا دی، چې “ښه” سړی و، “مخلص” و، مجاهد و بس. د بابا ځینې دریځونه او ځینو ځانګړو غبرګونونو کې د ده د شخصیت تیاره کونجونه ښه پلټلای شو.
پورته سرلیک کې خالص بابا “روڼ اندی” لیډر بلل شوی. له روڼ اندۍ هغه د لوېدیځ په دود روڼ اندي نه ده مراد. په ټوله کې، يا په هره ټولنه کې روڼ اندي هغه چاته منسوبېږي، چې د خپلې ټولنې رنځونه په ګوته کړای شي او بیا ورته یو علمي-منطقي حل هم وړاندې کړای شي. اوس که دغسې یو څوک هره ټولنه کې وي، روڼ اندی باله شي. له بده مرغه په اسلامي نړۍ کې په تېره بیا زموږ په ټولنه کې روڼ اندي هم د ډېرو نورو مسئلو په څېر د سلیقو او ذوقونو ښکار ده. د دې ستر مسئولیت آر مفهوم له ګردو هېر دی.
د ارواښاد خالص بابا په شخصیت کې د روڼ اندۍ ادعا شاید تر ډېره نوې وي. روڼ اندي انسانان د معلوماتو او قوي علمی تحلیل پر بنسټ دریځ نیسي. د جذبو او جنون ښکار نه وي. دا چې دا دریځ څوک درک کولای شي که نه او یا یې څنګه تعبیر او تفسیر کوي، دا نو بیا نورو پورې اړه لري. ما چې د خالص بابا دریځونه لوستلي او اورېدلي، د ده د شخصیت او طرز تفکر پته ترې ډېره ښه لګېدای شي.
استاد مزمل «د کار سړی» کې د خالص بابا د روڼ اندۍ په باب لیکي: «له اسلامه یې جامع، مترقي او ژور فهم درلود. د وخت د سیاسي مسایلو په رابطه یو روڼ اندی عالم و».
مخکې له دې چې د خالص بابا د شخصیت پر ځینو جزیاتو وغږېږو، لومړی دا یادونه ضروري ده، چې بابا یو اصولي روڼ اندی و. داسې اصولي چې په هېڅ قیمت له خپلو اصولو او ارزښتونو نه شو تېرېدای. د هر چا پر وړاندې يې خپل دریځ په نره بیان کړی، د مخالفت جنډه یې تل په ډېره مېړانه لکه کړې ده.
منځلاری سیاستوال
ارواښاد خالص بابا له دیني زده کړو وروسته د هېواد پلازمېنې کابل ته ځي او هلته علمي-فرهنګي خدمت پیلوي. دا نو د ظاهرشاه د پاچاهۍ دوره ده. دغه مهال کابل کې ډېر ملایان د دربار له امتیازاتو برخمن وو؛ خو خالص بابا ته یې اصولو او ارزښتونو دربار ته د ورلنډېدو اجازه نه ورکوله. د قیام حق مجلې مسئول مدیر و. تر خپلې وسې يې خپل اواز پورته کړی. دغه مهال خالص بابا کابل کې له ګڼو روشنفکرانو سره راشه درشه لرله. داسې روڼ اندو سره چې فکري اختلافات یې هم لرل؛ خو رابطه یې پر ځای وه. دا شاید زموږ په ټولنه کې ډېره عجیبه وه، چې يو ملا له خپلو فکري مخالفینو سره ناسته ولاړه ولري.
له اسلامه د عالي او اصیل فهم له لرلو سره سره شاید د کابل چاپېریال هم د خالص بابا پر دریځونو، په تېره پر منځلارۍ اغېز ښندلی وي. په تېره د ده پر هغو دریځونو چې له ملي مسئلو او وطنې ارزښتونو سره یې تړاو درلود. د بېلګې په ډول، پېښور کې يې له پخواني افغان دیپلومات، استاد عبدالرحمن پژواک سره نژدې اړیکي پالل. سره له دې چې د پاکستان د وخت حکومت ښاغلی پژواک ښه نه ليده. يا د پخواني حکومت لوړپوړي چاراکي، ارواښاد ډاکټر صمد حامد سره په رابطه کې که قومي تمایلاتو هم رول درلود، مګر د خالص بابا د شخصیت روشنفکرانه لید هم نه شي نفې کېدای. د پښتو ژبې کیسه لیکوال، استاد سعدالدین شپون تل د خالص بابا یادونه کوي. امریکا ته د سفر پر مهال چې د مجاهدینو د پلاوي مشري د خالص بابا پر غاړه وه، هلته شپون صیب مېلمه کړی. دغه اړیکي او دغسې د متفاوت فکر له لرونکو سره دغسې راشه درشه په افغاني ټولنه کې ډېره نادره وي؛ خو خالص بابا کلونه مخکې دغسې چال چلند درلود.
د ملي یووالي او اسلامي اخوت پُل
استاد محمد زمان مزمل «د کار سړی» کې د ده په اړه وايي: «خالص بابا د اسلام د سنتي فهم او نهضتي فهم د دواړو په منځ کې د یوه پله حیثیت درلود او که په رښتیا مې پوښتې، نو په دې باب یو نوی حل و.» دغسې که د اسلام د نهضتي او سنتي فهم ترمنځ د پله حیثیت لرلای شي، نو د ملي یووالي او اسلامي اخوت ترمنځ هم د بابا شخصیت یو نوی حل وړاندې کولای شي. له بده مرغه په افغاني ټولنه کې هغه چې روڼ اندۍ ته یې نسبت کېږی، اسلامي اخوت -له خپلو سلیقو سره سم- «ایډیالوژيک اسلام» ګڼي او هغه چې بیا د دین علمبردار ګڼل کېږي د «ملي» له کلمې سره یې حساسیت وي. خالص بابا د یوه روڼ اندي او سترګور لیکوال په توګه دغسې ډېر پېچلي مسایل په خپلو لیکنو او کړنو کې ډېر ساده بیان کړي.
پر پخواني پاچا محمدظاهرشاه یې د پرتګالي خبریال د چاکو برید وغانده! خالص بابا داسې مهال دغه وړ انقلابي اقدام کوي، چې ظاهرشاه د پېښور په چاپېریال کې د کفر په ټاپو پالل کېده. هغه هم د هغو له خوا چې ځانونه یې د اسلام د مکتبي فهم رپيوال ګڼل. خالص بابا د روسانو له خوا د حفیظ الله امین وژنه نه زغمله. امین یې افغان باله او د هغه جزا یې د افغان په لاس مناسبه بلله. د پاچاخان پر مړینه یې داسې مهال خواشیني وښودله، چې هغه دافغان قضيې په اړه بيخي معکوس موقف درلود. د اجمل خټک او غني خان شعرونه یې خوښول، خو له افکارو سره يې موافق نه و. پېښور کې ځینو افغان تنظیمونو جماعت اسلامی سره خوږه انډیوالي کوله او ځینو بیا جمعیت علمای اسلام سره؛ خو خالص بابا بیا سره له دې چې فکري لیکې يې له جمعیت علمای اسلام سره اړخ لګاوه، مګر ده بیا هم منځنۍ لار غوره کړې وه. د علامه مودوي په اړه یې ویل، «مولانا مودودي یو ښه اسلامي سیاستوال دی، خو مجتهد نه دی». یا یې د مفتي محمود په اړه ویل، «یو پوه او ښه لارښود دی؛ خو د پاکستان لپاره!» د جهاد له بریا سره او د کمونیستي رژیم له ماتې سره ایران د افغان شیعه وو لپاره په واک کې «حق» غوښت. خالص بابا ویل، چې د بل چا په حکم یو مدیریت هم چاته نه منم. د افغانستان په کابینه کې باید هر څه د شایسته سالارۍ پر بنسټ ووېشل شي، نه د قوم، ژبې او مذهب پر بنسټ. خالص بابا د «پښتون قام…» رساله ولیکله. خپله قومی لیکه یې «متدین نشنليزم» ګڼله. تر ننه زموږ خلک د نشنلیزم مثبت اړخ، یا یې هم له عصبیته نه شي رابېلولای. بې ځایه به نه وي، چې خالص بابا د «متدین نشنلیزم» تیوریسن وګڼو او په دې اړه څېړونکي د هغه د فکر د لا رڼولو په موخه کار و زیار وکړي.
سر بېره پر دغسې تودو ملي او قومی احساساتو، خالص بابا د پان اسلاميزم سرسخت پلوی و. اسلامي نړۍ یې خپل وطن ګاڼه. د خلیج په لومړۍ جګړه کې یې د سعودي په دفاع مجاهدین واستول. کېدای شي د بابا له دې اقدام سره نن مخالفت وشي، مګر اسلامي اخوت ته د بابا ټینګه ژمنتیا ترې جوتېدای شي. د طالبانو د حکومت پر مهال چې اسامه بن لادن افغانستان کې مېشت و، د سعودي د استخباراتو رئیس، ترکي الفیصل جلال اباد ته راغی او له خالص بابا یې وغوښتل چې که له خپل نفوذه کار واخلي او طالب چارواکي دې ته قانع کړي، چې اسامه بن لادن دوی ته وسپاري. خالص بابا داسې ځواب ورکړ، چې شاید پېړۍ پېړۍ د افغان و عرب ترمنځ د دوستۍ مزي پر ټینګ وتړل شي. ورته کړه يې، «که د عربو له صحراوو یو اوښ هم موږ ته پناه راوړې وي، موږ یې بېرته نه سپارو، ده خو لا موږ سره په جهاد کې وخت تېر کړی او مرستې یې راسره کړي». په دې ادبي-تاریخي جمله کې يې د اوښ او صحرا هنرمندانه پېيل ډېر په زړه پورې دي.
نن هم اسلامي خوځښتونه د اسلامي اخوت او ملي یووالې په جمع کې پاتې راځي. لا هم د دې دوو ارزښتونو سره –چې ظاهراً په ټکر کې ښکاري- داسې منځنی چلند نه دی شوی، چې یو بل زیانمن نه کړي. له ځینو د فلسطین او سوریې په غمیزه کې خپل لنډ وطن هېر وي، ځینې بیا له سوري او فلسطیني مظلوم سره تش شعار هم نه شي زغملای. د خالص بابا کردار او دریځونو د اسلامي اخوت او ملي یووالي ترمنځ ښه پيوستون راوستی و. دواړه ارزښتونه یې ښه پاللي وو. نه یې ملي اقدار د کفر برابر ګڼل او نه یې هم اسلامي اخوت یوازې د اخوان طرحه بلله.
اصولي سیاستوال
زموږ معاصرو اسلامي خوځښتونو تل د «اصولي» سیاست خبره پورته کړې ده، مګر که اصولي سیاست ته ژوره کتنه وشي، بیا یې همېشه د پاللو وس نه دی شوی. ان یې پر خپلو سرو کرښو پښې ايښي او تر ډېره بیا سیکولر سیاسي بهیرونو ته ورلنډ شوي.
که د جهاد پر مهال، د سعودی او عربانو مرستو او کومکونو د خالص بابا حنفي مذهبي مکتب لږ تر لږه متزلزل هم نه شوای کړای، پاکستان کې مېشتېدنې يې ملي ولولې هم زیانمنې نه شوای کړای. که د رسنیو په ژبه معرفي شي، نو په سعودي کې بدعتي، په پاکستان کې ملي ګرا، په کابل کې افراطي ټاپې پرې وهل شوي. مګر خالص بابا د تبلیغاتو په بازار کې کله هم له خپلې لیکې نه دی په شا شوی.
اخوانیان یې خوښېدل؛ خو غړیتوب يې تر مرګه وانه خیست. له دوی سره سره یې جمال ناصر هم ستایه. د حکمتیار پر کړنو یې نیوکې کولې؛ خو استاد رباني ته یې دا هم مخامخ ویل، چې یا ولسمشري واخله او یا هم دفاع وزارت. دواړه نه شي اخیستی! د طالبانو په واکمنۍ کې ملامحمد عمر مجاهد ته هم د خپل زړه خبرې کړي. د طالبانو د ځینو کړنو په اړه یې مخامخ ملامحمد عمر ته خپل شکایت کړی و.
په ۲۰۰۱م کې د امریکایانو له راتګ سره، ولسمشر کرزی ننګرهار ته د خالص بابا پوښتنې ته داسې ورغی، چې د وخت امریکايي قومندان (غالباً ټومي فرانکس) هم ورسره و. وايي، کرزي بابا ته ویل «بابا، دی دې هم پوښتنې ته راغلی!» بابا ورته ویلي وو، چې دی راغلی چې ومې ګوري، چې ټوپک چلولی شم کنه! حال دا چې د ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې د خالص بابا د تنظیم غړو سره د جلال اباد اداره هم وه.
شاید په رهبرانو کې تر بل هر یوه د اصولي سیاست ښه بېلګه خالص بابا وي. ډېرو ته یې د همدې اصولي سیاست د مجبوریت له امله ستغې سپورې ویلي. له ډېرو یې ځان جلا کړ او په پای کې بیا هم د همدې مجبوریت پر بنسټ ګوښه توب ته اړ شو. د ولسمشر کرزي د حکومت پر ضد د خالص بابا د جهاد اعلان هم د ده د اصولي سیاست برخه وه. له اصولي سیاست سره سره، که یې لږ د عملي سیاست له نظره وګورو، نو نن ولسمشر کرزي په نیمه ژبه او په ژوولي انداز بهرنیان ښکېلاکګر وګڼل؛ خو خالص بابا لسیزه وړاندې همدا وړاندوینه کړې وه.
د خالص بابا د دغسې ټولو متفاوتو دریځونو ترشا قوي علمي دلایل شته وو. بابا د یوه روڼ اندي رهبر په توګه د خپلو ملي-اسلامي ارزښتونو پر اساس دغسې سیاست وکړ، چې راتلونکو نسلونو ته د لارې ښه مشال کېدای شي، بلکې همدا نن د خالص بابا لارویانو ته پکې ډېر څه شته، چې که جدي وګڼل شي، د سبا افغانستان نېکمرغي پکې خوندي ده.
زما تبصره تا سو نشر نكره …
ذاکر جلالي صاحب تاریخ معمولا د شخصیتونو/ن/حکامو په جزیی نامطلوبو کړنو او خطاګانو سترګې پټوي، او اساسي ټکو ته یې نغوته کوي، تاسو یا بل هر لیکوال باید یاد اصل په پام کې ونیسی. د مثال په ډول: کویټ ته د مجاهدینو استول، حتی په هغه وخت کې د توجیه وړ پرېکړه نه وه،، اوس خو یې توجیه کول له شرم پرته بل څه نه دي، ځکه نن سبا ماشومانو ته هم ښکاره ده چې امریکایانو د روسانو ضد جهاد کې خپل لاسپوڅي درلودل، نو که یو تن په خطا د هغوی د لاسپوڅو (مثال حضرت صاحب صبغت الله مجددی)… نور لوستل »