افغانستان

د لغمان ولسونه: دولتي عسکر راسره د دښمنانو په څېر چلند کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو له وروستیو پرمختګونو وروسته اوس له کلیو او اطرافو څخه ښارونو ته تلونکي خلک د حکومتي عسکرو له «دښمنانه» چلند څخه شکایت کوي.

د محمد ظاهر نیازي په نوم د لغمان مرکز «کرنج» سیمې یو اوسېدونکي نن ټکي اسیا ته د ایمیل له لارې رالیږي پیغام کې د خپلو ولسونو په استازولۍ لیکلي، چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې چې کله هم دوی مرکز مهترلام ته د خپلو ورځنیو ستونزو د حل په موخه ځي، نو هلته د دولتي عسکرو لخوا د پوښتنو او تلاشۍ په پلمه له سختو کړنو سره مخ کیږي او کله ناکله ورباندې ډزې هم کوي.

«سره د دې چې ښار کې جګړه نشته د کرنجاوې په سېمه کې د فارم پوستې عسکرو له غبرګون سره مخ کیږو، مخامخ په موټر او موټرو کې ناستو خلکو باندې پرته د پوښتنې له لرې فاصلي د ګولیو ټکانونه کوي.»

د کرنجاوې خلک له حکومت نه غواړي چې له دغو کړنو څخه لاس واخلي کنه دوی به خپل تصمیم ونیسي:

«له چارواکو مو هیله ده، چې زمونږ په وړاندې له دغه ډول خصمانه برخورد نه لاس په سر شي او که یاد عمل جریان پیدا کړي، نو بیا به مونږ هم خپل ولسي تصمیم نیسو او د راتلونکو ټولو عواقبو مسؤلیت به د حکومت په غاړه وي.»

د مرکز ترڅنګ د علینګار ولسوالۍ اوسېدونکي هم شکایت کوي چې له تیرو درې ورځو راهیسې ورته حکومتي ځواکونو اعلان کړی، چې پر موټر سایکل به تګ راتګ نه کوي او که څوک پر موټر سایکل سپور ولیدل شي د ډرون او څرخکو لخوا به ویشتل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې د لغمان په مرکز او شاوخوا سیمو کې د دولتي عسکرو په توپچي او هوايي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې او زرګونه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

حکومتی – نظامی چارواکی بد کوی چی عام او مظلوم خلګ ځوروی
همدارنګه
طالبان هم بد کوی چی د دهلې د اوبو د بند څخه د کندهار د خلګو او کښتونو د تندی ( ظالمانه فشار ) پتوګه کار اخلی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx