شعـــــرونه

د زړه څړیکې/ عرفاني

عرفان الله عرفاني

نن کرۍ شپه مې تر سپېدو ژړلې
راسره ستورو په سلګو ژړلې

له ډېره درده مې زړه څړيکې کړلې
فانوس کې هم ټولو ډيوو ژړلې

سترګې مې سرې لکه شفق د ماښام
اُفُق له غمه په ورو، ورو ژړلې

په سپين ټيکري کې سپوږمۍ غلې راغله
دواړو، جوړه تر لمر ختو ژړلې

ډاګ کې مې شپه وه له کوچيانو سره
ټولو کېږديو او خېمو ژړلې

لکه مجنون يې ګرځېدم کلي کې
اخ په ارمان  لارو، کوڅو ژړلې

اوښکې مې تلې مايې يادونه ليکل
راته قلم او کتابچو ژړلې

د (عرفاني) خلوت ته ورغلمه
ما ورته هـم په ژړېدو ژړلې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx