دیني، سیرت او تاریخ

له روژې وروسته زموږ مسئولیتونه

مفتي حسن زوی

رمضان ته چې الله تعالی کوم مقام او مرتبه ورکړی دی څرګنده ده چې په راتلو یې مسلمانان خوښ او چې تېره شي ورپسې به خفه وي.
د روژې د فضیلت او مقام په هکله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې راغلي دي چې (للصائم فرحتان : فرحة عند فطره وفرحة عند لقاء ربه).

د روژه دار لپاره دوه خوښۍ دي:
یوه د روژه ماتي پر مهال او بله له رب سره د مخامخ کېدلو پر مهال.
له الله تعالی سره د مخامخ کېدلو پرمهال خو خوښي څرګنده ده ځکه چې د همدې حدیث په مخکينۍ حصه کې راغلي دي چې الله تعالی فرمایي چې روژه زما لپاره ده او زه به یې بدله ورکوم؛ الله تعالی چې له خپل شان سره سمې بدلې ورکوي نو طبعاً هغه به د بندګانو د تصور نه پورته وي نو به پرې ډېر خوشاله وي.

د روژه ماتي پر مهال دوه ډوله خوښۍ بنده ته ورپه برخه کېږي، یوه معنوي او بله فطري؛ د روژه ماتي وخت چې له یوې خوا د دعاګانو د قبلېدو وخت دی او له بلې خوا پدې وخت کې د بنده روژه پوره، د الله تعالی مهمه فریضه اداء او د سترو ثوابونو د حصول اميدونه پیدا شي نو معنوي خوښي یې هم بې حده زیاتې شي.

دې وخت کې چې بنده ته د اوږدې ولږې او تندې نه پس د خوراک او څښاک اجازه ورکول کېږي نو دلته فطري خوښي هم څه کمه نه وي.
نو د روژې پسې د مسلمانانو خفګان طبعي دی؛باید چې ورپسې خفه شي.
خو د رمضان د تېرېدو نه پس چې موږ خلکو ته وګورو نو پکې د ډېرو کیفیت د مایوسۍ وي؛داسې لکه یو ډېر خوږ او قدرمن میلمه چې له چا رخصت شي او بیا یې په لنډو ورځو کې د راتلو هیڅ تمه نه وي.
برعکس د ځینو خلکو حالت بیا ډېر اطمیناني غوندې وي، داسې لکه چې کار یې په تمامو معنو پوره شوی او پر اوږو یې هیڅ مسئولیت نه وي پاتې.

که غور وشي نو دا یو کیفیت او حالت هم د شریعت د اصولو او د رمضان المبارک د روح او پیغام سره برابر ندي.
دا سمه ده چې د خیر او برکت نه ډکه د رمضان میاشت له موږ رخصت شوه خو الله تعالی او ورسره تړاو؛ ایمان او د ایمان غوښتنې؛ شریعت او د شریعت احکام؛ د الله تعالی کتاب او لارښوونې یې؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او د سنتو برکات خو باقي دي.
رمضان انتها نه بلکې ابتداء ده؛ رمضان له ځان سره دا نعمتونه، نه وړي بلکې دا نعمتونه عاموي، ویشي یې، خپروي یې او د خلکو تشې لمنې ډکوي او د یو عظیم پېغام پرېښودلو نه پس بیا له موږ رخصتېږي.

د رمضان په تېرېدو انسان له ګناهونو سپکېږي خو په مسئولیتونو یې اوږې لاپسې درنېږي.
پدې مختصر مضمون کې د خپل توان سره سم موږ همدغو مسئولیتونو ته اشاره کوو کوم چې همېشني دي او د رمضان په تېرېدو ترې مسلمان نه خلاصېږي.

توبه:
له ټولو وړاندې او له ټولو زیات د اړتیا وړ شی چې ورته د کوم زمان او مکان قید نشته له خپلو کړو ګناهونو توبه ده؛ توبه له رمضان المبارک پورې تړلې نده خو رمضان المبارک یې ښه محرک او متقاضي دی او ډېره یې اسانوي ځکه چې تقوی د رمضان لوی غرض او غایه ده او د تقوی په اصل مفهوم کې ترک پروت دی یعنې د الله تعالی له وېرې د هغه نافرماني پرېښودل اصل تقوی ده او توبه هم یواځې په خوله توبه توبه ویل ندي بلکې توبه دا ده چې بنده ګناه پرېږدي، پرې پښېمانه شي او په راتلونکي کې یې د نه کولو عزم وکړي او د ګناهونو همدا ترک په روژه کې دومره ضروري او اهم دی چې له دې پرته روژه داسې ده لکه بې روحه جسد.

حدیث شریف کې راغلي دي: من لم یدع قول الزور والعمل به فلیس لله حاجة فی ان یدع طعامه وشرابه.
چاچې قول باطل (ټولې ناروا خبرې) او پرې (پر مقتضایي) عمل پرېنښود نو الله د هغه خوراک او څښاک پرېښودو ته اړتیا نه لري(د الله تعالی په نزد دده عمل څه حیثیت نه لري، نه ورته ګوري او نه پرې اجر ورکوي).
نو رمضان د ګناه پرېښودلو او ورنه د توبې لوی پيغام له ځان سره راوړي خو توبه د رمضان سره خاص نده بلکې هر وخت یې په شریعت کې ډېر ستر اهمیت دی، قرآني نصوصو او نبوي ارشاداتو ته چې وکتل شي داسې ښکاري چې د ایمان نه پس توبه له بل هرڅه زیاته مهمه ده.

قرآن او احادیثو ته له نظر کولو نه پس دا هم روښانه کیږي چې توبه یواځې د اړتیا او مجبوریت شی ندی چې بس ګناه کې بنده اخته شي نو توبه به وباسي بلکې توبه مستقل فرض عبادت دی؛ الله تعالی ته د قرب او محبوبیت سبب دی او د معنویت ډګر کې د ترقۍ او پرمختګ تر ټولو ستره ذریعه ده نو ځکه ورته ابرار، صالحین او مقربین بندګان هم زیات اړ دي.

د الله تعالی صالحین او مقربین بندګان چې کله پر توبه ویستونکي بنده د الله تعالی د رحمتونو باران ویني نو خپل ډېر ستر عبادتونه ورته ډېر حقیر ښکاري او پدې ډلې کې د شاملېدلو تمناګانې کوي.
لنډه دا چې د رمضان نه پس تر ټولو وړاندې، اهم، اعلی او افضل کار دادی چې موږ د خپلو ټولو کړو ګناهونو نه توبه وباسو او استغفار خپل معمول وګرځوو؛ حدیث شریف کې راغلي دي چې خوش قسمته دی هغه څوک چې د حشر په ورځ خپلې عمل نامې کې زیات استغفار ومومي.

دایمان تجدید:
له توبې بعد بل تر ټولو مهم د ایمان تجدید دی؛ ډېر خلک ګومان کوي چې بس یو ځل ایمان راوړل به ضروري وي بیا یې په اړه د هیڅ کولو اړتیا نشته، حال دا چې خبره داسې نده؛ د ایمان راوړلو نه پس د ایمان تجدید، د ایمان تازګي او ایمان ته غذا ډېره اړینه ده.

حدیث شریف کې راغلي دي چې ایمان داسې زړېږي لکه جامه چې زړېږي او خیرنېږي؛ دا نوی کوئ او ځلوئ!
صحابه کرامو عرض وکړ چې څرنګه یې نوی کړو ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لااله الاالله په کثرت سره وایئ!

نو موږ ټول د خپل ایمان تکمیل، تجدید او تقویې ته ډېره اړتیا لرو چې دا په ډېرو طریقو ترسره کېدای شي.

الف: په پوره احساس، توجو او شعوري ډول د لا اله الا الله زیات ورد؛ که دا ذکر د غفلت سره وي؛ په شعوري ډول نه وي او احساس او توجو ورسره نه وي مل نو د ثواب خبره یې جدا ده خو د غفلت دا ذکر یاده ګټه نه رسوي.

د صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم اجمعین نه د لا اله الا الله د زیات ویلو غوښتنه شوی وه، څرګنده ده چې د کلمې په معنی د پوهېدو او په مفهوم کې له غور کولو پرته هغوی د کلمې تکرار او کثرت نه کولو.

ب: د الله تعالی د ذکر کثرت او پکې قوت پیدا کول.
کثرت او قوت دواړه جدا جدا څیزونه دي؛ په عامو حالاتو کې د ذکر کثرت په ذکر کې قوت پیداکوي او د خاصو کیفیاتو او حالاتو سره د ذکر قوت د کثرت قائمقام ګرځي.

د قوت معنی داده چې د خاصو کیفیاتو، توجو او استحضار سره الله تعالی یاد کړای شي؛ ددې کیفیاتو او خصوصیاتو سره د الله تعالی لږ یاد هم لږ نه بلکې ډېر دی او ډېر زیات اثرات یې وي خو دا لوی معنوي استعداد، اعلی یقین یا د اوږد محنت ، ندامت او انابت سره حاصلېږي.

(ج ) د اهل الله، اهل یقین سره صحبت او ملګرتیا.
دا هسې کومه استحبابي خبره نده بلکې دا د الله تعالی حکم دی؛ د ایمان د تقویې او تکمیل لپاره ډېره اړینه خبره او یو داسې حقیقت دی چې مسلمان خو مسلمان دی نامسلمان پوهان یې هم په ښه اثر او نتیجې قائل دی او هیڅوک ترې هم انکار نه شي کولای.

د شریعت ټولو احکاموته ژمنتیا:
له رمضان وروسته بل مهم شی چې هیڅ وخت ترې باید غافل نه شو د شریعت احکامو ته ژمنتیا او ورباندې عمل کول دي.

رمضان د شریعت د ټولو احکامو او په ځانګړي ډول د ګناهونو د ترک لپاره د تمرین خصوصي او ډېر مهم وخت دی چې په لعلکم تتقون کې ورته اشاره شویده.

دا ډېر د فکر ځای دی چې حلال څیزونه ټوله ورځ ممنوع کړای شول او ور باندې بندیز ولګول شو نو هغه شیان چې د تل لپاره نا روا او حرام دي له رمضان وروسته یې قباحت او بدي ولې زموږ په نظرونو کې کمه شي؟

اصل خبره داده چې په هر مسلمان د الله تعالی له لوري دوه روژې فرض کړای شویدي یوه عارضي او بله دائمي.
د رمضان په میاشت کې د صبح صادق نه تر لمر پرېوتو د خوراک، څښاک او نورو ممنوعاتو نه ځان ساتل عارضي روژه ده او د بلوغ نه پس تر مرګه پورې د ممنوعات شرعیه و نه منع دائمي روژه ده.

الله تعالی فرمایلي دي واعبد ربک حتی یاتیک الیقین.
پدې آیة کې د یقین نه مراد موت دی او پدې هم موږ ټول پوهېږو چې په خطابات شرعیه و باندې بالغ مکلف بندګان مخاطب وي نو د مکلفو بندګانو لپاره تر مرګه د الله تعالی بندګي او تابعداري د الله تعالی نه بدلېدونکی حکم دی.
دا د تعجب وړخبره ده چې د عارضي روژې بندیزونو ته ژمنتیا ضروري ګڼل کېږي خو د دائمي روژې بندیزونه له نظره غورځول کېږي.
که دائمي روژه نه وای عارضي به هم نه وای؛ عارضي روژه د لمر له راختلو تر لمر ډوبېدلو ده او دائمي روژه د مکلفیت له زمانې د ژوند د لمر تر ډوبېدلو ده؛ د عارضي روژو په پوره کېدلو خلک خوشاله وي او پرې د یوې ورځې اختر وي او د دائمي روژې له نیولو او پای ته رسولو وروسته هم یو اختر راروان دی چې د هغې خوشالي همېشنۍ ده؛ بېخي نه ختمېږي او داسې ده چې سترګو لیدلی نده، غوږونو اورېدلې نده او نه د چا په زړه کې تېره شویده.

له قرآنکریم سره تړاو:
انسانانو ته د رشد او هدایت نه ډک تر ټولو ستر اسماني کتاب قرآنکریم امت ته په رمضان المبارک کې د الله تعالی ډېره ستره ډالۍ ده؛ له قاصد نه دا ډالۍ ستره ده؛ رمضان المبارک تېر شو خو خپل پېغام او خپله ډالۍ یې انسانانو ته پرېښوده؛د قرآنکریم سره تړاو د هرمسلمان فریضه ده؛ همدا د الله کتاب د الله تعالی ذات عالیه ته د قرب یواځينۍ ستره ذریعه ده؛ الفاظ یې سم زده کول، په معانیو یې ځان پوهول، پکې تدبر کول، د الله تعالی د کلام، د اسماني وروستي ژوندي کتاب او د رشد او هدایت د اصل مرجع په صفت یې تلاوت کول، په احکامو یې عمل کول او د خدای په ځمکه یې د نفاذ هڅې د قرآن حق او ورسره د تړاو غوښتنې دي.
نو د قرآنکریم سره تعلق او تړاو یواځې په رمضان کې نه بلکې په ټول کال کې ضروري دی؛ رمضان ددې تړاو د رایادولو یو لوی سبب او ذریعه ده.

غوره سلوک او همدردي:
رمضان المبارک د غوره سلوک، همدردۍ، غمخوارۍ؛ غریبو خلکو سره د مرستې او اعانت میاشت ده؛ دې میاشت ته شهرالبروالمواساة ویل کېږي؛ دا میاشت پورته یادو شویو شیانو ته د ژمنتیا پیغام له ځان سره راوړي نو ددې میاشت د تللو نه پس زموږ مسئولیت دي چې دا څانګه ژوندۍ وساتو او د هغو ټولو ورونو مالي مرستې جاري وساتو کوم چې زموږ مرستو ته سخت محتاج دي؛ هسې هم قیمتي او بې روزګاري زیاته وه؛ غریب خلک د ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ وو اوس د کرونا له امله د هغو خلکو په شمېر کې ډېر زیاتوالی راغلی چې زیات اقتصادي مشکلات لري خو له خلکو خپل حالت پټ ساتي او چاته لاس نه ور اوږدوي؛ دوی تر ټولو زیات د توجو او مرستې مستحق دي.

له اسلافو دا خبره موږ ته رارسېدلې ده چې په طبیعت کې نرمي او په زړه کې د همدردۍ احساس د روژې د تاثیر او قبولیت لویه نښه ده.

الله تعالی دې زموږ روژې او په رمضان کې کړي ټول عبادات قبول او د روژې اثرات دې باقي پاتې کړي.

آمین!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x