افغانستان

امریکا په رسمي توګه ومنله چې د دوحې له تړون وروسته یې افغانستان کې ملکیان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): امریکا په رسمي توګه ومنله چې تیر ۲۰۲م کال یې د دوحې سولې تړون سربیره په افغانستان کې د هوايي او ځمکنو عملیاتو پرمهال ملکي افغانان وژلي دي.

د امریکا دفاع وزارت(پنټاګون) ددغه هېواد کانګریس ته د ۲۰۲۰م کال په جریان کې د ملکي تلفاتو په هکله وړاندې کړي راپور کې ۲۵ ملکي افغانان هم یاد کړي، چې د امریکايي ځواکونو په عملیات کې مړه او ژوبل شوي دي.

د پنټاګون د راپور له مخې په تیر کال کې یې یوازې ۲۰ ملکي افغانان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي، چې ددوی په خبره دا کار په تیروتنې سره شوی دی.

په دغه راپور کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د درې نورو  ملکیانو د وژلو خبره هم شوې چې یو ملکي عراقی، دویم صومالیايي وګړی او د درېیم وژل شوي ملکي کس ځای نه دی ذکر شوی.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یوناما ویلي، چې د تیرکال په جریان کې افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو  په عملیاتو کې ۸۹ ملکي افغانان وژل شوياو ۳۰ نور ټپیان دي.

د ملکي تلفاتو دغه راپور په داسې مهال کانګریس ته وړاندې کیږي چې یادې امریکايي ادارې په ۲۰۲۰ کال کې د ملکي وګړو کورنیو ته د تاوان په توګه درې ملیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي؛ خو لاهم دغه پیسې د قربانیانو کورنیو ته نه دي تسلیم شوي.

د امریکا دفاع وزارت په داسې مهال افغانستان کې د خپلو هوايي او ځمکنو عملیاتو پرمهال افغانستان کې د ملکي افغانانو په وژلو اعتراف کوي، چې د تیر ۲۰۲۰م کال فبروري میاشتې له ۲۹ مې راهیسې دوحه کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالاتو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی، د کوم تړون له مخې چې به امریکايي عسکر په تیرو څوارلسو میاشتو کې له افغانستانه وتل او په مقابل کې به یې طالبانو په هغوی بریدونه نه کول او هم به امریکایان د طالبانو پرضد خپل عملیات بندوي.

که څه هم طالبانو له ژمنې سره سم د امریکايي ځواکونو خلاف خپل عملیات ځنډولي؛ خو په تیرو څوارلسو میاشتو کې امریکايي ځواکونو نه یوازې داچې له دغه تړون څخه له زرو زیاتو تخطیانو او سرغړونو په کولو سره په طالبانو بریدونه ترسره کړل، بلکې په ملکي افغانانو یې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د غیر رسمي ارقامو له مخې په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله تر هغې څو چنده لوړه ده، چې یوناما او نورو سازمانونو ذکر کړې ده.

په ورته مهال حقوق پوهان بیا هغو ملکي تلفاتو کې د امریکا حکومت او پنټاګون ګرم بولي، کوم چې د سي ای اې ملیشو(کمپاین او ضربتي عسکرو) او د کابل حکومت عسکرو او پولیسو لخوا ملکي افغانانو ته اړول شوي دي.

حقوق پوهان استدلال کوي، داچې امریکايي اداره د دوحې تړون نه وروسته لاهم په افغانستان کې د خپلو روزل شوو «اجنټانو» او کابل ادارې عسکرو مالي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړی، نو هغه جنګي جرمونه او جنایات چې د ملکي افغانانو په حق کې ددغو عسکرو او ملیشو لخوا ترسره کیږي، مسئولیت په غیر مستقیمه توګه امریکایانو ته متوجه دی او باید چې له دغه مسئولیت څخه تېښته ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر

پخوايي وژل يو او بيا به هم دا شوم کار کوي ځکه چي الله مونږ ته پخوا وياي دي چه دا قوم دستاسو دښمن دي
او د پاکستان مزدوران دا خبيثان چه د اسلام دعوه کوي دي کافر قوم سره صلح او د وتلو لار ورته پاکوي
بغيرته خمارتيانو دا کوم وجدان دي چه دوي په داسي هر ظلم او وحشت کوي او تاسي ورته په انتظار ياست
خو معلوميږي داچي د ستاسو کار د الهي وحي خلاف او د پاکستان فرمان پوري تړلي دي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx