نړۍ

کوټه: وسلوالو په مخامخ ډزوباندی ۱۳ کسه ووژل

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۴) کوټه: نن سهاروسلوالو کسانو یوبس موټرچي شعیه مذهبه هزارګان یی دکوټي ښاردسبزیو دمارکیټ په لورلیږدول درولي دي، چی وروسته یی ټولی سورلي په قطارکی درولي اویوپه بل پسی یی وژلی دی.

دپولیسو یو افیسرحامد شکیل له خبري رسنیو سره دخبروپرمهال وویل وسلوالو کسانو دبس سورلي په زورسره له بسه کوزکړی دی او وروسته یی یوپه بل بسي په ډزو سره وژلی دي، په ۱۳ وژلو کسانوکي یوسنه مذهبه اونورپاتی ټول شعیه ګان دي.

یوه سمیزه تلویزیون یوه ويډیو خپره کړی ده چیري چي یوبس موټرژوبل کسان دروغتون په لور وړي، یو کس چي جامی یی په وینو باندی سري وي، یوبل ټپي کس په غیږ کی نیولي دي اوچغي وهي څنګ  ته نورکسان هم لیدل کیږي چي کالیو باندی یی دوینو ټپونه مالومیږي.

له پیښه څخه وروسته دپیښي له قربانیانو سره دخواخوږی په موخو خلګو دکوټه کراچی لویه لاره بنده کړی ده، اوهغه موټرکوم چی ژوبل کسان یی روغتون ته نقلول سوځلي دي.

دیادولو وړده چی څو ورځي مخکی هم په ورته پیښه کی ۳۶ کسه شعیه مذهبه کسان دنامالومو وسلوالو له لوري په ډزو سره وژل شوی وو.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x