د افغان بنسټ علمي او فكري مهالنۍ خپرونه ( افغان مجله) چاپ شوه

لیکوال: میاهدایت الله محمدي

د افغان بنسټ خپرنيز ارګان افغان مجله پنځمه ګڼه چاپ شوه، د دغې ګڼې یوه برخه د مبارکې میاشتې (رمضان) په اړه ځانګړې شوې ده، همدارنګه په دې ګڼه كې اسلامي، علمي، ادبي، فرهنګي، ټولنيزې او سياسي ليكنې د هېواد د تكړه ليكوالانو له خوا ليكل شوي.

د افغان مجلې مسؤول مدير د هېواد تكړه ليكوال ښاغلى عبدالمالك همت دى، د خبریالۍ چارې یې میاهدایت الله محمدی تر سره کړي، ليكوال پلاوی يې، قاضي محمد حسن حقيار، محمد وزير حامد، مفتي عبدالروف فراهي، مفتي عبدالحق حقاني، مولوي عبدالحق حماد او جمعه خان نائل دي او اوډنه او سكښته يې انجينر محمد افضل ذاكر كړې، دغه مجله 112 پاڼې لري چې بېلا بېل موضوعات پكې هېوادوالو ته وړاندې شوي دي.

د افغان مجلې خبریال میاهدایت الله محمدي په دې ګڼه كې د هېواد او سيمې له تګړه شنونکي ښاغلي وحید مژدهسره د هېواد په سیاسي حالاتو او همدارنګه له لیکوال او ژورنالیست ښاغلي محمد زبیر شفیقي سره د افغانستان د ټاكنو او پر دغه لاره پر پرتو ننګونو مركې كړي دي، پر دې سربېره په دې ګڼه كې د اسلامي ليكنو سره سره علمي، ادبي، فرهنګي، ټولنيزې، سياسي ليكنې او همدارنګه ډیوې همت لور د کوچنیانو له پاره د نوح علیه السلام د بېړۍ کېسه هم ځای کړې ده.

د افغان مجلې په پنځمه ګڼه کې بېلا بېلې لیکنې خپرې شوي دي، د بېلګې په توګه:

1- د دیني مدرسو ښوونیز نصاب او نظام

2- د وخت ارزښت

3- اسلامي بانکوالي د مضاربت پر بنسټ- درېیمه برخه

4- اسلام او ډله ییز ارتباطی وسایل

5- معاشي عدل د ژوند ښکلا- دوېیمه برخه

6- غیبت

7- دودنه

8- د کندهار دیني مدرسې او پر ټولنه یې اغېز

9- حرام خوری در سیاست

10- له لیکوال او ژورنالیست ښاغلي زبیر شفیقي سره مرکه

11- د سیاسي چارو له شنونکي وحید مژده سره مرکه

12- دویم پړاو ټاکنې، راولاړې شوې ستونزې او اندېښنې

13- پخلی او پخلنځی

14- د کوچنیانو له پاره ځانګړې پاڼه

15- د روژې مبارکې میاشتې له پاره ځانګړې پاڼه

16- د مظلومانو روژه یا د خپلواکۍ پیلامه

17- د روژې احکام

18- تراویح شل رکعته دي

19- اعتکاف

20- شوال میاشت او د ټول کال روژې

21- اې ربه! دا نړۍ نو د اوسېدو ده؟

22- او افغان فتاوی

پر دې سربېره په دې ګڼه کې د افغان ښوونځي د څلور نیم میاشتنیو ازموینو په اړه ځانګړی راپور هم خپرو شوی.

درنو لوستونكو!

افغان مجله د تخنیک پله پوهنتون ته مخامخ د افغان پوهنتون تر څنګ په افغان كتاب پلورنځى تر لاسه كولاى شئ.
همدارنګه دغه مجله د افغان بنسټ په بريښنايي پاڼه کې په PDF بڼه هم تر لاسه كولاى شئ.

pp

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د