ورزش

د فوټبال نړیوال جام غوراوي سیالۍ، ارجنټاین د چیلي پر وړاندې سبا مخ کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د فوټبال نړیوال جام غوراوي سیالۍ یو وار بیا سبا د جمعې په ورځ پېلیږي چې له مخې به یې ارجنټاین د چیلي لوبډلې پر وړاندې مخامخ شي.

د فوټبال نړیوال جام چې راتلونکی کال په قطر کې ترسره کیږي، په یو شمېر هېوادونو کې د لارموندنې سیالۍ پېل شوي دي، په دې لړ کې د امریکایي هېوادونو سیالۍ سبا د بولیویا او وینزویلا لوبډلو ترمنځ پېل کیږي.

د فوټبال منیوالو لپاره تر ټولو جالبه د لیونل میسي شتون دی چې یو وار بیا د ارجنټاین ملي لوبډلې له لوري لوبیږي.

د نړیوال جام لارموندنې سیالیو په ۷مه ورځ به ۵ لوبې ترسره شي، د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۲:۳۰ بجې، ۲:۳۰ بجې، سهار ۴:۳۰ بجې او سهار ۶:۳۰ بجې ترسره کیږي، د ارجنټاین او چیلي لوبډلو ترمنځ سیالي د سهار ۴:۳۰ بجې پېلیږي. د برازیل او اکوادور ترمنځ لوبه به د جون په ۵مه د سهار په ۵:۰۰ بجې پېل شي.

د میسي لوبډله ارجنټاین د امریکایي هېوادونو له لوري د لار موندنې سیالیو په جدول کې له برازیل وروسته دوهم مقام لري، یادې لوبډلې په ۴ لوبو کې درې بریاوې خپلې کړي او یوه یې مساوي پای ته رسېدلې ده.

باید وویل شي چې د لارموندنې د یادو سیالیو په ۸مه ورځ به ارجنټاین لوبډله د جون په ۹مه نېټه د کولمبیا لوبډلې پر وړاندې مخامخ شي، چې دغه لوبه به د شپې په ۳:۳۰ بجې پېل شي، له یادو سیالیو وروسته به ارجنټاین لوبډله د امریکا جام «کوپا امریکا» سیالۍ ترسره کوي.

د ارجنټاین لوبډله د لارموندنې سیالیو لپاره د تمریناتو پرمهال:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx