ټولنیزه برخه

عادتونه ولې اړین دي؟

ولي الله زاهد وهاج

د ورځې په جریان کې د زیاترو کارونو ترسره کول په یو ډول نه یو ډول زموږ عادت ګڼل کیږي. د سبا ناری خوړل، د سفر کول، کار کول، له کورنۍ سره د ماښامني خوړل، تمرین او نورې کړنې ټول عادات دي چي موږ يي وخت ناوخته او يا هم په تکراري ډول ترسره کوو.

که زموږ د ټولې ورځې د جوړښت اساس عادات وي نو څرګنده خبره ده چې عادات زموږ په ژوند خورا ارزښتمن رول لريٍ. موږ چې نن ورځ څه ترسره کوو په اصل کې دا ددې ښودنه کوي چي موږ به په راتلونکي کې څه يو او يا په بله اصطلاح څه به راڅخه جوړیږي.

که موږ نن ورځ تمرین وکړو، نو سبا ورځ به صحتمند یو. که موږ نن ورځ لږ تر لږه یو پراګراف ونه لیکو نو سبا به هیڅ داسې کتاب نه وي چي لیکوال به يي موږ وو. نو د ښو عاداتو پرته به هغه غوره راتلونکی چي موږ يې غواړو هیڅکله به يې ونه لرو.
ستاسو بریالیتوب او ناکامي دواړه ستاسو د عاداتو په ډول پورې اړه لري چي تاسو يې لرئ. هغه عادات نه کوم چې تاسو به يې په راتلونکي کې ولرئ بلکې هغه چې همدا اوس يې لرئ، همدا اوس، نن او په همدې اوسني حالت کې چې تاسو قرار لرئ.

د خپلو عاداتو په اړه غور کول په خپل راتلونکي باندې تر ټولو غوره پانګونه ده چې تاسو يې کوی. که څه هم تاسو په یوه میاشت کې یو عادت تغیر کړی تاسو به د خپل ژوند په موده کي خورا زیات تغیر راوستلی وي.
ښه عادت تاسو سره مرسته کوي تر څو خپلو اهدافو ته په بریالیتوب ورسیږئ. په ځان کې د نظم سمون به هغه لویه پایله وي چې تاسو به يي د عاداتو له جوړښت څخه ترلاسه کړئ.
که تاسو په یوه ورځ کي د یوې نوې ژبې زده کړه د پنځو دقیقو لپاره تر سره کړئ، په یوه کال کې به تاسو په دې توانیدلي یاست چې په هماغه ژبه ښه برلاسي اوسئ. تاسو نه شئ کولی چې په څو ساعتونو کې یوه ژبه زده کړئ بلکې تاسو نظم او تمرین ته اړتیا لرئ او دا دواړه هغه څه دي چې د زیاتو مهارتونو د ترلاسه کول لپاره اړین دي.

عادات د بریالیتوب لپاره د بنسټیرو خښتو په څیر دي. عادات زموږ د ورځنیو کړنو ډیره برخه په ځان کې رانغاړي. که موږ وکولی شو چې عادات مو مؤثره کړو نو دوی ددې وړتیا لري چې تعقیب يې کړو.

ځینې عادات اسانه دي ترڅو تغیر کړای سي. خو د هر څه سره سره داسې عادات نسته چې د پوره کوښښ او هڅې سره سره د تغیر وړ نه وي.
د تغیر لپاره په یو وخت کې په یوه عادت تمرکز وکړئ. هغه عادات چې تاسو يې نه خوښوئ او یا يې خوښوئ په نښه کړئ. له دې وروسته مو لومړیتوبونه په نښه کړئ. چې له کوم یوه څخه غواړئ پیل وکړئ؟ کوم یو ستاسو په کارونو په بریالیتوب کې د ملا د تیر حیثیت لري؟ کوم یو به د زیات بدلون لامل سي؟

د عاداتو په تغیر سره کولی سئ زیات کارونه مو بشپړ کړئ. د عادت د خپلیدو وروسته لویه ګټه داده چې وروسته په اسانه کولی شو چې په اسانه يې تعقیب کړو. نو همدا نن يي راپیل کړئ تر څو په نژدې راتلونکي کې يې پایله ووینئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sehatullah Fazli

وهاج صیب په ګوتو مو برکت شه دیره ښایسته لیکنه وه او مهمو نقاطو ته مو اشاره کړې وه

ګل احمد

د بريا په هيله مو

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx