
طالبانو نن د یوه پراخ کمپاین له لاري دولتي عسکرو ته ښه راغلاست وویل
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): نن د پنجشنبې په ورځ طالبانو د ټولنیزو پاڼو له لاري تسلیمېدونکو دولتي عسکرو ته ښه راغلاست وویل او تر یوه هاشټاګ لاندي يې په زرګونو ټویټونه وکړل.
وروسته تر هغه چې بهرنیو ځواکونو د افغانستان څخه د وتلو پرېکړه کړې او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، ورسره هممهاله د افغان حکومت اړوند دولتي عسکر د هیواد په بیلا بیلو برخو کې طالبانو ته تسلیمیږي او خپلې وسلې پر ځمکه ږدي.
په دې وروستیو کې د نیویارک ټایمز له لوري په یوه اوږده تفصیلي راپور کې هم د دولتي عسکرو تسلیمۍ ته په اشاره ویل شوي وه چې دا لړۍ تر بل هر وخت تیزه روانه ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تسلیم شویو عسکرو او اربکیانو د یوه انځور سره لیکلي:
موږ ټولو هغو عسکرو ته هرکلی وایو، چې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای کیږي.
دوی ته سپارښتنه کوو، چې د کابل ادارې د چارواکو د ګټو او بقا له پاره خپل ژوند له خطر څخه وژغوري او د خپلې کورنۍ او اولادونو د راتلونکې په فکر کې شي.
موږ ټولو هغو عسکرو ته هرکلی وایو، چې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای کیږي.
دوی ته سپارښتنه کوو، چې د کابل ادارې د چارواکو د ګټو او بقا له پاره خپل ژوند له خطر څخه وژغوري او د خپلې کورنۍ او اولادونو د راتلونکې په فکر کې شي.#WLC2DeceivedSoldier pic.twitter.com/8u3zTHIF23— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) June 3, 2021
نوموړي په ورته مهال د ۲۷ تنو عسکرو انځورونه هم نشر کړي چې په وینا یې په بغلان ولایت کې دوی ته تسلیم شوي دي:
#دعوت: pic.twitter.com/7WzCPoZcmy
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) June 3, 2021
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د طالب او دولت پلوه ټویټري فعالانو تر منځ تر مختلفو هاشټاګونو لاندي مقابله روانه ده، دواړه لوري کوشش کوي تر څو زیات خلک په خپل کمپاین کې ګډون ته وهڅوي او په ټویټر باندي خپل هاشټاګ یا موضوع را برسېره کړي.
د طالبانو له لوري د ټویټر دغه کمپاین په لاندي ادرس کتلای شئ:
اسلام هیچاته اجازه نه ورکوی چه موږدقوم پرنامه یودبل څخه نفرت وکوموږټول اسلامی وروڼه یوپښتون ،تاجک،اوزبک وغیره په اسلام کی هسی دپیژندګلوۍ دپاره دۍ په نزددلله ج هغه بهتردۍ چه تقواداره وی دکمونسټانوکافرانواوسکیولرانودپاره مرګ مرتدتردنیاتیریږی چه ابداً ترابدابه په جهنم کی یی په اسلام کی مرګ شهادت دۍ چه همیشه به په جنت کی وی څونه لوی فرق دۍ موږدی الله دجهنمه وساتی .عبدالواحد اڅګزۍ
طالبان باید لمړی د دې عسکرو څخه د اسلامي شریعت د بشپړ پایبندي تعهد واخلي، کلمه د سره په ووایي، غسل ورکړي او نوي د سلامي نوم (عبدالسلام، محمد عوض، خان محمد…) پر کښیږدي. دا حرام قل، چغلي بیګ، لپړک چپړک، پرویز، فیروز، یما، سیاوش، رستم، دوستم، خسرو او داسي نورکفري نومونه ځني لیري کړي. که داسي ونه کړي شاید د اخرت په ورځ د رسول الله ص د شفاعت څخه محروم سي. ډیر احتیاط په کار دي په دنیایي کارونو کي. ښه ده ښه ده دا دنیا چي توښه ده د عقباء