شعـــــرونه

له قلمه تر سنګره بریالي یو/ مهاجر

هلال مهاجر

له قلمه تر سنګره بریالي یو
له مورچله تر منبره بریالي یو

نظامي میدان مو ھم له دښمن وړی
د غزا له مست ډګره بریالي یو

روزنتون که معسکر که مدرسه ده
له کیږدۍ ان تر دفترہ بریالي یو

چې مو ھر چاته د جنګ ټټر وھلی
د خدای فضل دہ اکثرہ بریالي یو

د ستا لار مو تعقیب کړې دہ پرې ویاړو
ای مرحوم ملا عمره بریالي یو

د نړۍ په کبرجنو بدماشانو
ځار ملنګه قلندرہ بریالي یو

د دنیا په رقیبانو هلال جانه
راکړه غاړه ښه په نره بریالي یو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x