افغانستان

هرات: د فارسي ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو څو تنو عسکرو سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې وژل شوی.

د هرات والي «سید عبدالوحید قتالي» وايي، طالبانو تېره شپه د هرات ولایت په فارسي ولسوالۍ کې د عسکرو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی، چې له امله یې د یادې ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان «شفیق جاهد» له څلورو نورو عسکرو سره یو ځای وژل شوی.

د قتالي په خبره، تېره شپه طالبانو د فارسي ولسوالۍ تر څنګ د هرات په ګلران او ادرسکن ولسوالیو کې هم بریدونه کړي، چې دده له قوله، په پایله کې يې ۲۱ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

ورته مهال یو شمېر خبري سرچینې بیا وایي، د هرات د فارسي ولسوالۍ امنیه قومندان په نفوذي برید کې وژل شوی.

د سرچینو په حواله، درې تنه نفوذيان د ولسي پاڅون کوونکو (اربکیانو) په ډله کې وو، چې له فرصت څخه په استفادې یې شفیق جاهد او تر لسو پورې نور اربکیان او پولیس ووژل.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي، خو ویاند یې «قاري یوسف احمدي» وایي، تېره شپه طالب جنګیالیو د ګلران ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ او ملي امنیت ریاست بریدونه کړي، چې دده په خبره، ملي امنیت ریاست نیول شوی او دوولس عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ د امنیت مدیر ژوندی نیول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx