افغانستانسولې اړوند خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې د افغان سولې د «معنا لرونکو خبرو» د پیلېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان دې د افغان سولې پروسې په برخه کې «بې ځایه تورونه» نه لګوي او د سیمې د ثبات او د افغان سولې د تامین لپاره دې کار وکړي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وویل، چې هیواد یې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته کوي؛ خو دده په خبره، لا هم په افغانستان کې دننه او له افغانستان د باندې د سولې پروسې «ویجاړوونکي» شته، چې په دې پروسه کې خنډ واقع کېږي.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت د قریشي دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي «د سولې ویجاړونکي هغه دي چې د سولې لپاره د افغانستان د خلکو او نړۍ مشروع غوښتنې ردوي، جګړه یې ګړندۍ او وینې تویولو ته یې ادامه ورکړې ده. د سولې ويجاړونکي ټولو ته معلوم دي.»

اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې په افغانستان کې د سولې تامین د پاکستان په ګټه هم دی او د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه «پاکستان ته سترګې په لار ده ترڅو داسې ګامونه پورته کړي چې د سولې معنی لرونکې خبرې پیل او تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره، عملي پایلې ترلاسه شي.»

پاکستان ته توصیه شوې، چې په دې «حساسو شیبو» کې تورونه ونه لګوي.

https://twitter.com/mfa_afghanistan/status/1400696497855889411?s=20

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ لفظي جګړه پيل شوې، چې له امله یې پاکستان د کابل سفیر احضار کړی هم دی او د کابل حکومت د چارواکو له لوري پر پاکستان د لګېدلو تورونو په تړاو یې وضاحت ترې غوښتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

وايي يوى ليونۍ ځان شکاوۍ چه خوږبه سوه په زوره به يي نارى کى ويل به يي پرى خوا کلى اور واخى اوس چه کمو نسټان په حالت کى دسقوط دى وايي پا کستانه اورواخلى تاسى لا يوڅو امر سبر وکۍ بيابه موستاسى پلار خليلزاد خلاص کي ډيرى بي شرمۍ او خون ريزۍ مى وکى حتي چه دپوهنتون ځوا نان مو شهيدان کړل چه ستاسى پلرونه به مى خلاص کى ـ عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx