
آسمان ولاړ، لاټ مردار
قاري عبدالستار سعید
(اسمان به ولاړ وي، لاټ به مرداړ وي) دا متل تقریبا یوه نیمه پیړۍ عمر لري. په نولسمه میلادي پیړۍ کې چې انګریزانو په افغانستان یرغل وکړ او دلته یې د مکناټن، برنس، کیوناري، رابرټس او نورو په شان وایسرای حاکمان مقرر کړل. دغه انګریز چارواکي به د خپلو ټيټ پوړو کسانو لخوا احتراما ( لارډان) بلل کیدل. Lord یا لارډ یو انګلیسي لقب دی چې د اشرف زاده یا ښاغلي په حیث کارول کیږي. له همدې امله خو د هغه وخت ګوډاګیانو انګریزي مشران لارډ مکناټن او لارډ رابرتس بلل. عام افغانان چې د دې لقب له معنی خبر نه و، دوی فکر کاوه چې دا د انګریزانو د نومونه یوه برخه ده. نو دوی به هم د انګریزانو له نوم سره لارډ یاداوه. وروسته لارډ د ډیر استعمال له امله په (لاټ) بدل شو او له انګریزانو علاوه د هغوی محلي ګوډاګیان هم (لاټیان) بلل کیدل.
انګریزي امپراطورۍ چې د خپل ښکیلاک په اوج کې یې د ځمکې په ۲۵ فیصده خاوره واک درلود او څلورمه برخه انسانان یې د اشغال تر ځغ لاندې وو، هیچا تصور نه کاوه چې د تش لاسو افغانانو په لاس به له شکست سره مخامخیږي. له همدې امله خو به هغه وخت هم د انګریز غلامانو د افغان ولس جهاد العیاذ بالله( حماقت) او بې ځایه سرزوري ګڼله او د انګریز ماتیدل ورته د کچرې د لنګون په شان محال او ممتنع ښکاریدل.
خو ها د فارسي ژبې وجیزه ده چې ( فکر هر کس به قدر همت اوست) زموږ مؤمن ولس چې یوازې د الله تعالی په عظمت یې باور درلود، د وخت د ستراتیژیستانو او صاحب نظرانو د تخمین او عقلي محاسبې په وړاندې یې خپل نظر او باور یوازې په دې الفاظو کې څرګنداوه چې ( آسمان به ولاړ وي، لاټ به مرداړ وي) معنی دا چې په دې دنیا کې له الله تعالی پرته د هیچا بقا تلپاتې نه ده بلکې هر بشري طاقت له صعود وروسته د نزول څکه کړې.
لکه څنګه چې یوه پیړۍ وړاندې زموږ د ولس د ایمان او عقیدې له ژورو راوتلی دغه باور سل فیصده درست وخوت او انګریزي لارډان مات شول. همداسې یوه تاریخي تجربه په تیرو شلو کلونو کې زموږ په هیواد کې یو ځل بیا هم تکرار شوه.
شل کاله وړاندې چې امریکا په افغانستان یرغل وکړ، هیچا دا فکر نه کاوه چې امریکایان به بیرته تښتي. هغه وخت د نړۍد پیژندل شوي مفکر او فیلسوف فرانسیس فوکایاما نظریه په عامه ذهنیت حاکمه وه چې اوسنی عصر یې (د تاریخ پای) ګاڼه. یوویشتمه پیړۍ ( امریکایي پيړۍ) بلل کیده، نړۍ یوه قطبه وه چې باید د (نوي نړیوال نظم) په نوم یې په امریکایي ارزښتونو او ګټو ولاړ نظام ( طوعا یا کرها) منلی وای.
د نړیوال وضعیت نه علاوه په داخلي کچه هم عام قضاوت دا و چې افغانستان لاړ د امریکا شو. سیاسي مبصرینو استدلال کاوه چې امریکا چې یو ځل چیرې ګام ایښی بیا یې نه دی پورته کړی، جرمني، جاپان، جنوبي کوریا او نور ډیر یې مثالونه دي. تقریبا ټولو د نظر خاوندانو په دې اجماع درلوده چې د امریکا شکست امکان نه لري. د بیلګې په توګه غفور لیوال صاحب ویل چې امریکایي غوا مو پټي (وطن) ته رااوښتې، شړل یې محال دي، نو ښه خبره دا ده چې له ښکرو یې ځان وساتو او په غولانځه پسې یې ځان سریښ کړو. د همدې فکر په اساس خو لیوال صاحب د امریکا د ګانګریس له راډیو ( آزادي راډیو) سره دنده پیل کړه.
له عبدالکریم خرم صاحب نه په یوه مرکه کې پوښتنه کیږي چې ته خوا مجاهد وې، د استعمار پر ضد او اسلامي نظام لپاره جنګېدې، نو ولې دې د امریکا له اشغال وروسته اړخ بدل کړ؟ نوموړی وایي کله چې امریکایان راغلل، نو باید مبارزه مې کړې وای، پوهیدم چې له امریکا سره نظامي مبارزه ناممکنه ده او پایله نه لري. نو ښه دا ده چې د نظام له منځه ورسره مبارزه وکړم. نوموړي صراحتا ونه ویل خو اشاره یې دې ته وکړه چې ده امریکایي نظام له منځه تخریب کړی او کرزی یې امریکایانو ته په بدو اړولی و.
محمد آصف ننګ په هماغو ورځو کې په یوه څیړنه کې لیکلي وو، چې امریکا له افغانستانه خپل تلپاتې سنګر جوړوي. له همدې ځایه به د چین او روس مقابله کوي. ده حتی دا هم لیکلي چې د امریکایانو پر ضد د طالبانو روان جهاد یوه مصنوعي او تر کنترول لاندې تمریني جګړه ده، امریکایان غواړي په دې تمریني جګړه کې خپل عسکر او وسلې د اصلي جګړو لپاره و ازمویي.
او بالاخره سعد الدین شپون صاحب خو حتی تر ۲۰۱۰ م کال پورې عقیده درلوده چې امریکایان له افغانستانه نه وځي. شپون صاحب هغه وخت یوه لیکنه کړې وه چې عنوان یې و ( امریکا له افغانستانه وځي که نه؟) شپون صاحب لیکنه په خپل ځانګړي سبک داسې پيل کړې وه. ( داسې ښکاري چې طالبا ن هسې هوايي دا شرط ږدي چې دوى د سولې خبرې نه کوي ،مګر چې وتلي وي ټول ځواکونه خارجي له خاورې چخه د افغانستان. . . د همدې اکتوبر په يوويشتمه مې ، په ټام ډسپېچ . کام کې د نيک ټېرس (مشهور ژورناليست چې جايزې يې ګټلي) په قلم ليکل شوى اوږد مضمون ولوست چې عنوان يې دى. امريکا( په افغانستان کې) د اوږدې مو دې د پاتې کېدو تابيه نيسي.
شپون صاحب له دې وروسته د امریکا د پراخو اډو، هوایي ډګرونو او نورو تاسیساتو د جوړولو ارقام را اخیستي وو چې د ده په خبره امریکایانو په خوست کې یوازې د خپلې اډې د تیلو ذخیره په ۲۵ میلیونه ډالره جوړه کړې. بګرام، کندهار، شوراب او د لوګر خدر بیس خو یې ایسته پریږده.
خو له دې حاکم او عام شوي ذهنیت سره سره هغه وخت هم چې کومو کسانو د امریکا په شکست عقیده درلوده، هغوی بیا دلیل نه درلود. اصلا پخه عقیده وي هغه چې د دلیل او قیاس له سطحې لوړه وي. مولانا بجليګر به ویل اصلي ایمان هغه دی چې (بالغیب) وي. او مولانای روم صاحب وایي:
پای استدلالیان چوبین بود
پای چوبین سست و بی تمکین بود
بالاخره دا دی شل کاله وروسته وینو چې د استدلال او محاسبې پر ځای د عقیدې فیصله پر ځای وخته. دې ورځو کې وینو چې امریکایان خپلې پراخې، لویې او مجهزې اډې په خپله تخریبوي او تیښته یې جریان لري. شاید په دغو تخریب شویو تاسیساتو کې هماغه ټانکۍ هم وي چې امریکایانو پرې د شپون صاحب په خبره ۲۵ میلونه ډالر لګولي وو. په بګرام کې کې د امریکایي پوځي تخنیک زار حالت او د کباړ شویو ټانګونو، پوځي خولیو او ډول ډول جنګي اسبابو انځورونه چې سړی ویني، نو ذهن ته یې هماغه یوه نیمه پیړۍ پخوانۍ متل راځي او له ځان سره وایي چې: اې د امریکا په زور او قوت ایمان راوړنکو!
اې د مادیت باورمنو!
راشئ وګورئ چې ( اسمان ولاړ او لاټ مرداړ دی)
( الحمد لله علی نعمة الایمان)
ماشاء الله
په قلم مو برکت شه
هغه چې ځان، خپل مومن خلک او خالق یې پېژندل په دې یې ایمان وو چې امریکایی لاټ به مرداریژی او ګوډاګی لاټیان به له مرګبارې شرمسارۍ سره مخ کیژي.